د کريکټ په ټيسټ لوبو کې چا لس زره منډي پوره کړي؟
يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې د کريکټ په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډې جوړي کړي. آيا تاسې پوهيږئ چې د يونس خان د مخه د نړي نورو کومو لوبغاړو دومره ډير رنزونه کړي دي؟
براين لارا، ويست انديز
براين لارا د هغو لوبغاړو په سر کې راځي چې په لږ لوبو کې یې لس زره منډي پوره کړي دي. ده په ۱۱۱ لوبه کې دا مقام خپل کړ. په دې موخه لارا ۱۹۵ اننګز (نوبت) ولوبول.
سچن تندولکر، هند
د کرکيټ د نړۍ يوه ډير ښه توب وهونکي سچن تندولکر په کلکته کې د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر۱۶نيټه له پاکستان سره د يوې لوبې پر وخت په انفرادي توګه د لس زرو پاته منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۱۲۱ ټيسټ لوبه او ۱۹۵ اننګز (نوبت) وو. تندولګر د ۱۹۸۹م کال د نوامبر پر ۱۵ نيټه په لومړي ځل په ټيسټ ميچ کې لوبيدلی وو.
کمارا سنګا، سريلانکا
د سريلانکا د ټيسټ لوبو ستوري کمارا سنګا په خپله ۱۵۹ ټيسټ لوبه کې لس زره منډي پوره کړې. دی د استرليا په ملبورن کې دې هدف ته ورسيد. دا د ۲۰۱۲م کال د دسمبر ۲۶ نيټه وه.
رکي پونټنګ، استرليا
رکي پونټنګ د ۲۰۰۸ م کال د مي پر ۳۰ نيټه په نارت ساونډ کې له ويست اندیز سره په لوبه کې د لسو زرو منډو پاته برخه پوره کړه. ده دا هدف د ۱۱۸ ميچو په پر وخت د ۱۹۶ اننګز په لوبولو سره ترلاسه کړ.
راهول دراوډ، هند
په ۲۰۰۸ م کال کې راهول دراوډ په چنايي کې له سويلي افریقا سره په يوه لوبه کې خپل لس زره منډې پوره کړې. د توپ ويشتونکو مخې ته د «ديوال» په نوم شهرت لرونکي دې لوبغاړي په ۱۲۰ لوبو کې د ۲۰۶ اننګز تر لوبولو وروسته دغه هدف ترلاسه کړ.
يونس خان، پاکستان
د خيبر پښتونخوا د مردان سيمې يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې همدا څو ورځې ترمخه يعني د اپريل پر ۲۱ نيټه یې په کنګستن کې له ويست اندیز سره په لوبه کې خپلې لس زره منډې پوره کړې. دا د نوموړي ۱۱۶ لوبه او ۱۰۸ اننګز وو. يونس خان د ۲۰۰۰م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه په ټيسټ لوبو پیل وکړ.
مهيلا جی وردنې، سريلانکا
مهيلا جی وردنې د ۲۰۱۱م کال د دستمبر پر ۲۶ نيټه په دربن کې لس زره رنز پوره کړل. دا د نوموړي ۱۲۷ لوبه او ۲۱۰ اننګز وو. جی وردنې په ۱۹۹۷م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
سنيل ګواسکر، هند
سنيل ګواسکر لومړی لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډي جوړې کړي. دې تکړه توپ وهونکي د ۱۹۸۷م کال په مارچ مياشت کې په احمد آباد کې له پاکستان سره په يوه لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۲۴ ټيسټ لوبو کې لس زره منډې پوره کړې.
ژاک کيلس، سويلي افريقا
تکړه آل راونډر ژاک کيلس په يوهانسبورګ کې له استرليا سره په يوه لوبه کې چې د ۲۰۰۹ م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه وه لس زره منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۲۱۷ اننګز او ۱۲۹ لوبه وه. کيلس په ۱۹۹۵م کال کي په ټيسټ لوبو پيل وکړ.
الستير کک، بريتانيا
بريتانوي توپ وهونکي کک د ۲۰۱۶م کال په مي میاشت کې له سريلانکا سره د لوبې پرمهال خپل لس زره رنز پوره کړل. کک په ۲۰۰۶م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
ايلن باردر، استرليا
ايلن باردر چې په ډيرو کاميابو کپتانانو کې شميرل کيږي، د ۱۹۹۳م کال په جنورۍ مياشت کې یې د سدني په لوبغالي کې له ويست اندیز سره په لوبه کې لس زره منډې پوره کړې. ده په ۲۳۵ اننګز يا (نوبتونو) کې دا هدف تر لاسه کړ او هغه مهال دې هدف ته رسيدونکی دويم لوبغاړو شو. ده په ۱۹۷۸ م کال کې ټيسټ لوبي پيل کړي وې.
شيو ناراين چندرپال، ويست اندیز
شيو ناراين چندرپال د ۲۰۱۲م کال د اپريل پر ۲۳ نيټه دې هدف ته ورسيد. په روسو کې له استرليا سره په لوبه کې نوموړی د لس زرو رنزو جوړونکو په کتار کې ودريد. دا د هغه ۱۴۰ لوبه او ۲۳۹ نوبت وو.
ستيو وا، استرليا
د استرليا دې آل راونډر د ۲۰۰۳م کال د جنورۍ پر۲ نيټه د سدني په لوبغالي کې له بريتانيا سره په لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. ده په تر ټولو زياتو يعني ۲۴۴ اننګز کې تر لوبيدو وروسته لس زره منډې پوره کړې.