د کرونا ویروس وبا؛ نړۍ له کوم وضعیت سره مخامخ کړې؟
د می میاشتې تر نیمایي پوري په کرونا د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی. د دغه ویروس پر خپریدو سربیره هم په ځینو هیوادونو کې بندیزونه په نرمیدو دي. دغه ویروس څرنګه او کله پېل شو او نړۍ یې له کوم وضعیت سره مخامخ کړې؟
د کرونا ویروس نوي ډول لومړنۍ پيښې
د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین د ووهان ښار روغتیایي چارواکو دا خبر رسما تائید کړ چې د سینه بغل ناروغۍ ته ورته ویروس له کبله په لسګونو کسان تر درملنې لاندې دي. تر هغه وخته داسې شواهد نه ول چې ویروس له یوه انسانه بل ته انتقالیږي. څو ورځې وروسته چینایي تحقیق کوونکو یو نوی ویروس تائید کړ.
د ویروس له کبله لومړنۍ مړیني
د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې په یوولسمه نېټه چینایي چارواکو د نوي ویروس له کبله د لومړنۍ مړیني خبر ورکړ. مړ شوي ۶۱ کلن کس زیاتره وخت هغه مارکیټ ته تګ راتګ کاوه، کوم چې بیا وروسته د دغه ویروس له خپریدو سره تړل کیده. دغه پيښه په چین کې په داسې یوه وخت کې رامنځ ته شوه چې د کلنۍ رخصتۍ له کبله په سلونو زره انسانان د سفر کولو په حال کې ول.
په نورو هیوادونو کې دغه ویروس څه وخت خپور شو؟
دا انځور د سویلي کوریا د پلازمینې سئول دی، چې خلک د ماسکونو د رانیولو له پاره په کتار کې ولاړ دي. د روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ میاشتې په نیمایي کې په دې هکله خپل لومړنی راپور خپور کړ او د جنورۍ په شلمه نېټه په جاپان، سویلي کوریا او تایلنډ کې د دغه ویروس لومړني مثبتې پيښې تائید شوې. تر دې یوه ورځ وروسته له ووهان څخه امریکا متحده ایالاتو ته ستون شوي یوه کس کې دغه ویروس تائید شو.
په بشپړ ډول د ووهان ښار تړل کیدل
ووهان ښار چې نفوس یې یوولس میلیونه دی، د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه په بشپړ ډول وتړل شو. د ښار دننه او د باندې د تګ راتګ له پاره د هوایي الوتکو، کښتیو او ترانسپورت هر ډول خدمات ودرول شول. تر دغه وخته نوي ویروس د ۲۳ کسانو ژوند اخیستی وو.
په نړیواله کچه د بیړني روغتیايي وضعیت اعلانیدل
په چین کې د کرونا ویروس د زرونو پيښو تر ثبتیدو وروسته د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمانه په نړیواله کچه «بیړنی روغتیایي وضعیت» اعلان کړ. د فبرورۍ په دوهمه نېټه له چین څخه د باندې په دغه ویروس د یوه کس د مړیني خبر ورکړل شو. مړ شوی کس ۴۴ کلن فلیپیني وو. دغه مهال په چین کې د دغه ویروس له کبله ۳۶۰ تنه مړه شوي وو.
کوویډ-۱۹
د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په یوولسمه نېټه د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته کیدونکي سږو د ناروغۍ نوم «کوویډ-۱۹» کيښود. د فبرورۍ تر ۱۲مې نېټې پورې دغه ویروس په چین کې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړي ول، په داسې حال کې چې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴۴ زرو اوښتی وو. تر دغه وخته ویروس په ۴۴ هیوادونو کې خپور شوی وو.
په اروپا کې لومړنۍ مړینه
د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په فرانسه کې یو ۸۰ کلن چینایي سیلاني د دغه ویروس له کبله ومړ. دا له آسیا دباندې او د اروپا په لویه وچه کې د کوویډ-۱۹ له کبله لومړنۍ مړینه وه.
افغانستان او پاکستان کې لومړنۍ پيښې
په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پيښه د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه په هرات ولایت کې ثبت شوه. په پاکستان کې بیا د کرونا لومړۍ پيښه د فبرورۍ په ۲۶ نېټه له ایران څخه کراچۍ ته په ستون شوي محصل کې تشخیص شوه. د مارچ میاشتې تر ۱۸ مې نېټې دغه ویروس د پاکستان په ټولو ایالتونو کې خپور شوی وو.
په نړۍ کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره خپریدل
تر دې وروسته دغه ویروس په ډیرې چټکۍ سره په منځني ختیځ، لاتین امریکا او د نړۍ نورو برخو ته ورسید. د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې په ایټالیا کې په نوي کرونا ویروس ۸۰۰ تنه اخته شوي وو او په اروپا یې په چټکۍ سره په خپریدو وو. د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د لومړنۍ مړیني خبر ورکړل شو.
د اروپا او د امریکا د درواړو تړل کیدل
د متحده ایالاتو ولسمشر د مارچ میاشتې په ۲۱مه نېټه له اروپا څخه ټول پروازونه ودرول او بیا یې د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه بیړنۍ حالت اعلان کړ. بیا د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه فرانسې د ټول هیواد په کچه محدودیتونه ولګول او اروپایي اتحادیې د دغه بلاک د باندې هیوادونو څخه خپلو هیوادونو پر داخلیدو بندیز ولګاوه.
د اغیزمنو کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتل
د اپریل تر دوهمې نیټې پورې د نړي په ۱۷۱ هیوادونو کې د کرونا ویروس پيښې ثبت شوې او له دغه ناروغۍ څخه د اغیزمنو شوو کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتی وو. دغه مهال په نړۍ کې د کوویډ-۱۹، ناروغۍ له کبله ۵۱ زره کسان مړه شوي هم وو. د اپریل تر لسمې نیټې په ټوله نړۍ کې د مړو شوو کسانو شمیر تر سلو زرو واوښت.
په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی
د می میاشتې تر نیمایي پورې په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی. په متحده ایالاتو کې څه کم یو نیم میلیون کسان په دغه ویروس اخته شوي او د مړو شوو کسانو شمیر یې شا او خوا ۸۷ زره کسانو ته رسیږي چې د نړۍ په کچه له دغه ویروسه تر ټولو زیات اغیزمن شوی هیواد دی.
د بوندس لیګا فوټبال سیالۍ
په آلمان کې د بوندس لیګا، په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې. دا د اروپا په سطحه لومړنی هیواد دی چې د څو اوونیو وروسته دغه ډول سیالۍ پيلوي. خو د لوبو مینه والو ته لوبغالې ته د ورتګ اجازه نه شته.
په اروپا کې بندیزونه مخ پر کمیدو دي
د می میاشتې په دوهمه نېټه په هسپانیا کې د بارسلونا مشهور ساحل، د خلکو پر مخ پرانیستل شو. د می له ۱۶ نېټې څخه په فرانسه او ایټالیا کې هم ځیني سمندري ساحلونه پرانیستل شوي. د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې په تدریجي ډول په بندیزونو کې نرمښت رامنخ ته کیږي او دغه اتحادیه کوښښ کوي چې احتمالا د جون میاشتې تر نیمایي پورې د سرحدونو تړل کیدل ختم کړي او د اروپا دننه سیاحت پېل کړل شي.