د کرونا محدودیتونو تر لیرې کیدو وروسته د مهاجرو د اخراج اټکل
۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سهشنبهد مسیحي سوسیال اتحاد (سي اس یو) سیاستوال او د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هېرمن، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د کرونا د کړکیچ په پایله کې له نوو شرایطو سره مخامخ شوي یوو. پروازونه اوس له دې کبله دریدلي دي چې مبدا هیوادونه د [کرونا ویروس] د خپریدو د خطر له کبله ډیر کم اخراجونه مني.»
هغه اټکل کوي چې د کال په دوهمه نیمایي کې به نرمښت راشي. د هغه په خبره «په ټوله کې به هوایي ترافیک یو ځل بیا ډیر شي.»
په پام کې ده چې له چهارشنبې څخه به د جمعې تر ورځې پورې د آلمان د کورنیو چارو وزیر د ایالتونو له کورنیو چارو وزیرانو سره په دې هکله په اېرفورت ښار کې بحثونه وکړي.
د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر هېرمن له نظره سوریې ته هم باید د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ پېل شي. د کورنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د سوریایي کډوالو د اخراج ممنوعت ښایي تمدید شي. خو هېرمن ټینګار کړی دی چې «زموږ له نظره باید په ځانګړې ډول د مجرمو پناه غوښتونکو» اخراج ترسره شي.
هېرمن له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې وړاندې ویلي چې «په راتلونکې کې باید یو تفکیک هم موجود وي. د بیلګې په توګه یو سوریایي چې د جرم مرتکب شوی وي او یا د اسد له رژیم څخه پلویتوب کوي، بیرته دمشق ته واستولی شو.»
زموږ له آرشیف څخه: