د کراچۍ ښار یو مارکيټ په اورلګېدنې کې ۱۱ تنه وژل شوي
۱۴۰۲ آذر ۴, شنبهد چهيپا رفاهي ټولنه چې د ژغورنې په برخه کې کار کوي، ویاند ېې شاهد حسين وويل: «زموږ ژغورونکو تر اوسه د ۱۱ کسانو مړي روغتون ته انتقال کړي دي.»
حسین زیاته کړه چې ۳۵ تنه نور ټپیان شوي چې له ډلې ېې د ۷ تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی. هغه زیاته کړه: «لږ تر لږه ۴۰ کسان ژغورل شوي دي.»
د روغتيا د ايالتي وزير وياند شبیر علي هم په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې یاد ارقام تائيد کړي دي.
شاهد حسین وويل چې اورلګېدنه د یو برقي جنراتور چې سرکيټ ېې شارټي درلوده، له کبله رامنځ ته او د ساختمان په دوو پوړونو کې خپره شوه.
د پاکستان په ساختمانونو کې د ضعیفو محافظتي او امنيتی مقرراتو له کبله په پر له پسې توګه د اورلګېدنو پېښې رامنځ ته کيږي. په ۲۰۱۲م کال د کراچۍ ختيځ لور ته پرتې بلدیه ټاون سیمه کې د پوشاکو په یوه کارخانه کې اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۲۵۰ کارګر وژل شوي ول.
د ساختمانۍ په ضعیفو معیارونو جوړ ساختمانونه هغه بېړنۍ لارې او زيني چې انسانان ورڅخه د اورلګېدنې او نورو عاجلو حالاتو کې د تېښتې یا وتلو په موخه کار اخلي، نه لري يا د کار اخيستنې وړ نه وي.
(AFP)mks/aa