د کجکي برېښنا بند دویم فاز پرانستل شو
۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبهد اوبو او انرژۍ وزارت له پاره د طالبانو ویاند اخترمحمد نصرت دویچه ویله ته وویل، چې د کجکي بند د دویم فاز له بشپړیدو او د نویو توربینونو د نصبولو سره د دغه بند د برېښنا د تولید وړتیا ۱۰۰ میګاواټه زیات شوې او اوس د کجکي برېښنا بند د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
نوموړی وایي، دغه برېښنا به پر هلمند ولایت سربېره کندهار ولایت ته ورکړي، چې زرګونه کورنه به روښانه کړي او د صنعتي فابریکو د برېښنا ستوونزه به ورسره هواره شي.
هغه زیاتوي: «د دغه بند د تولید ټولیز ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلی، چې کولای شي د هلمند او کندهار ولایتونو ټولې سیمې د برېښنا تر پوښښ لاندې راولي.»
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزات یوه سلاکار فاروق اعظم هم ویلې دي، چې د کجکي بند تولید شوې برېښنا به کندهار ولایت هم ورکړي: «کجکي بند پرانستل کیږي، چې سل میګاواټه برېښنا به ډېره شي. دا برېښنا به کندهار ولایت ته ورکړي.»
ټاکل شوې وه، چې د کجکي بند د دویم فاز پروژه د د دریو کلونو په موده کې بشپړه شوې وای، خو د نا امنیو او د پخواني حکومت پرمهال د طالبانو له لورې د دې بند پر ساختماني کارکوونکو د پرلپسې دوامداره بریدونو له امله یې چارې تراوسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وې.
د معلوماتو له مخې د کجي برېښنا بند د اوبو کاسه کابو ۲،۳۴ میلیارد متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې شاوخوا ۱۰۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې به خړوبې کړي.
د کجکي برېښنا بند د دویم فاز پروژې قراداد د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ۷۷ په نوم د یوه ترکي ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.