د «کثافاتو پاچا» ولي شينګياه او واښه خوري؟ ـ انځوريز البوم
روب ګرينفيلډ د چاپيريال ساتنې يو فعال دی. د امريکا د متحده ايالاتو دغه اوسېدونکی غواړي اقليمي ستونزو ته د خلکو پام واړوي او د اقليم ساتنې له پاره وړانديزونه لري. دلته يې وپېژنئ:
د بوټو پاڼې، شينګياه او سبزيجات وخورئ
ګرینفیلډ صرف د هغو سبزيجاتو له لاري ځان تغذيه کوي چي پخپله يې کري او رېبي يې. نوموړی د دې تر څنګ هغه د خوړلو وړ واښه او د بوټو پاڼي خوري چي په شاوخوا سيمه کي يې راشنه کيږي. نوموړی غواړي چي په دې توګه تجربه وکړي چي ايا پرته د صنعتي توليد له لاري په لاس راغلو خوراکي توکو څخه هم ژوند ممکن دی که نه. نوموړی غواړي خپله دغه تجربه د نورو انسانانو سره شريکه کړي.
کوچني خو زيات بدلونونه راولئ
ګرينفيلډ چي پخوا يې غوښتل مليونر او پانګه لرونکی کس وګرځي په ژوند کي يې زيات بدلونونه راغلي. د هغه په وينا هغه په خپل ژوند کي په زرهاؤ واړه واړه بدلونونه راوستلي لکه د کڅوړو د استعمال څخه ډه ډه، د اوبو د بوتلونو ساتل، د خوراک رانيولو پر ځای پخپله توليدول او داسي نور. هغه د پيسو له لېوال څخه د چاپيريال په فعال تبديل سوی دی.
په کوچني کور کي واوسئ
ګرينفيلډ د متحده ايالاتو په اورلاندو کي په خپل نژدې ۱۰ مربع متر کور کي ژوند کوي کوم چي نوموړي پخپله له زړو موادو جوړ کړی دی. هغه له لسو کالو راهيسي داسي ژوند کوي چي چاپيريال ته یې زيان ونه رسيږي. د بېلګي په توګه هغه د برېښنا پر ځای د لمر انرژي کاروي او د نورو سره مرسته کوي چي خپل د ژوند په طرز کي تغيير راولي.
ساده ژوند خو لوړ فکر ولرئ
ګرينفيلډ په دې باور دی چي راتلونکی پېر د ساده ژوند او هسکو فکرونو دی. هغه وايي چي لږ مصرف او لږ استعمال د لږو کثافاتو او لږو ضايعاتو سبب ګرځي. نوموړي د يوې مياشتي له خپلو کثافاتو څخه جامې جوړي کړي او په ښارونو کي په پښو سفر کوي چي خلک د چاپيريال له ستونزو خبر کړي.
د کثافاتو له پاچا کېدو ډډه مه کوئ
ه ۲۰۱۶ کال ګرينفيلډ د تجربې له لاري معلومه کړه چي هر امريکايي هره ورځ شاوخوا دوه کيلو ګرام کثافات جوړوي. نوموړي د يوې مياشتي له کثافاتو ځان ته جامې جوړي کړي او ځان ته يې د «کثافاتو د پاچا» لقب ګټلی دی. هغه غواړي په دې توګه د زياتو کثافاتو ستونزي ته د نړۍ پام واړوي. په وينا يې هغه هيڅوک ګرم نه ګڼي بلکه صرف اصلاح ته هڅول يې مقصد دی.