د کال مهم شخصیتونه ، له اوباما تر ترمپ پوري
بارک اوباما، پاپ فرانسسکوس او آدولف هتلر کومي گډي وجي لري؟ هو، دوی ټول د «تایم» په نامه امریکايي مجلې له خوا، د کال د مهمو شخصیتونو په توگه ټاکل سوي دي.
اوس زما وار دی!
په ۲۰۱۵م کال کی لا ترمپ د دریم مقام په لرلو قانع نه ؤ. هغه وخت دی د مجلې په ليست کي د آلمان د صدراعظمي انگلا میرکل او د داعش د مشر ابوبکر البغدادی شاته ؤ. دا چي اوس هغه د «ټایم» مجلې له خوا د کال د شخصیت په توگه نومول سوی، د تعجب ځای نه دی. ترمپ «NBC» تلویزیون ته ویلي چي دا د هغه له پاره د ډیر افتخار ځای دی.
آرامه خو بیا هم غښتلې
صحنې ته د دونالد ترمپ غالمغالي راښکاره کیدل د هغې له پاره نااشنا کار دی. خو بیا هم هغې په ۲۰۱۵م کال کی د دې ارزښت درلود چي د امریکايي مجلې له خوا وویاړل سي. دا د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل وه. هغه پس له دیرشو کلونو لومړۍ ښځه وه چي د کال د مهم شخصیت په توگه ونومول سوه.
د سپینو کالو اتلان
د «ټایم» مجله نه یوازي انفرادي اشخاص د کال د شخصیتونو په توگه ټاکي او نه هم دغه ډول ټاکل تل د ویاړلو په معنی وي. په ۱۹۳۸م کال کي د آدولف هټلر نوم هم د ورځپاڼو او مجلو په سرټکو کي راغلی. په ۲۰۱۴م کال کي بیا د «ټایم» مجلې ژورنالیستان او رښتیني اتلان هم وټاکل د مثال په ډول د ایبولا د ناروغۍ پرضد مبارزه کي ډاکټران او مرستندویان.
د کپیتالیزم ضد ارجنټاينی
د ۲۰۱۳م کال د ورځپانو اتل له اوسني اتل سره هیڅ ډول ملگرتیا نه لري. پاپ فرانسسکوس ترمپ ته د انتخاباتي مبارزې پر وخت د عیسوي عقیدې په اړه خبره کړې وې. خو هغه ته ترمپ ډیر ژر جواب ورکړ او ترمپ یې «بې ننگه» وباله. هغه وویل چي «تایمز» ولی په ۲۰۱۳م کال کی پاپ نومولی دی؟ یوازي هغه ددې قدرت لري چي نړۍ ته بدلون ورکړي»
دوه ځلي ټاکل دوامداره وي
په ۲۰۱۲م کال کي بارک اوباما د دوهم وار د «ټایم» مجلې له خوا د کال د شخصیت په توگه وټاکل سو. اول وار په ۲۰۰۸م کال کي، یعني کله چي اوباما د امریکا متحدو ایالاتو د لومړي تورپوستي ولسمشر په توگه وټاکل سو. آیا ترمپ به عصباني نه سي، که هغه په راتلونکي کال کي، کله چي سپینې ماڼۍ ته ننوزي، یو ځل بیا د کال د ویاړلي شخصیت په توگه و نه ټاکل سي؟