د ژوند له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښارونه
د ۱۴۰ ښارونو په اړه د ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې ويانا د ژوند له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښار بلل شوی دی. په سروې کې د ښارونو ثبات، روغتيايي خدمات، کلتور او چاپيريال او زده کړې او زېربناوې په پام کې نیول شوي دي.
۱- ویانا، اتريش
له ټولټال سلو څخه د ۹۹،۱ درجه بندۍ د نمرو په ترلاسه کولو سره ويانا په پرله پسې دويم ځل د ژوند له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښار وبلل شو. د اتريش دا پلازمينه د نورو شرکتونو له خوا په ترسره شويو نظر پوښتنو کې هم مخکې وه.
۲- ميلبورن، استرليا
په ۲۰۱۸م کال کې تر هغه مخکې چې ويانا یې ځای ونيسي، ميلبورن ښار د «Global Liveability Index» د نوملړ په سر کې وو. په ۲۰۱۹م کال کې د ۹۸،۴ نمرو په اخيسلتو سره په نوملړ کې يو څه راکښته شو، خو د روغتيا، زده کړو او زیربنا په برخه کې یې پوره ۱۰۰ نمرې ترلاسه کړي دي. د خپل غوړيدلي هنر له کبله دا ښار په څو ځلي د استرليا د کلتوري مرکز په توگه نومول شوی.
۳- سدني، استرليا
د سروې او وړاندوينې د مرکز «The Economic Intelligence Unit» په حواله سدني د اقليم د بدلون د اغیزو د کمولو له پاره د هلو ځلو او د کلتور او چاپيريال په برخه کې پرمختگ له کبله سږ کال د پنځم مقام څخه دريم ته رسېدلی دی.
۴- اوساکا، جاپان
اوساکا له درېيم مقام څخه سږ کال څلورم مقام ته کښته شوی دی. تر ۲۰۱۸ م کال پورې دا کال د لسو ښو ښارونو په نوملړ کې نه وو شامل. خو د جرمونو په کچه کې کمښت او د ترانسپورت د معيار عمومي پرمختگ د دې باعث شول چې دا ښار د ژوند له پاره ښه وبلل شي. دا بندري ښار د جاپان د پياوړو اقتصادي ښارونو څخه يو دی او تر توکيو وروسته تر ټولو ستر تجارتي ښار دی.
۵ - کلگاري. کانادا
که څه هم چې دا ښار سږ کال له څلورم څخه پنځم مقام ته ښوېدلی خو کالگاري په ټوله شمالي امريکا کې د ژوند له پاره بهترين ښار دی. دا ښار چې ۱،۳م ميليونه انسانان پکښې ژوند کوي، د ژوند د ښه معيار له پاره شهرت لري.
۶- وينکوور، کانادا
وينکوور له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۰ م کال پورې او بيا په ۲۰۱۵م کال کې د ژوند له پاره د تر ټولو ښو ښارونو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی وو. خو د يو څو پواينتونو په بایللو سره اوس دغه ښار د روغتيا، کلتور، چاپيريال، زده کړو او زيربنا په برخو کې مخکښ دی.
۷ - تورنتو، کانادا
تورنتو د ۹۷،۲ نمرو په اخیسلتو سره په دې نوملړ کې اووم ځای لري. د کاناډا دا تر ټولو زيات نفوس لرونکی ښار د نړۍ د تر ټولو څو کلتوري معاصر ښار په توگه نومول شوی دی. د ښار ۵۱ سلنه وگړي له کاناډا دباندې زيږيدلي.
۸ - توکيو، جاپان
د ۲۰۲۰م کال اولمپيک لوبو په درشل کې دې کوربه هېواد ډېر تغير وکړ او د ۹۷،۲ نمرو په ترلاسه کولو سره یې ځان په لومړيو لسو هېوادونو کې شامل کړ. توکيو د نړۍ د تر ټولو خوندي ښارونو څخه يو دی او سيلانيان دلته په يوه ستر ښار کې له يوه پلوه ډېر عصريتوب تجربه کوي او له بله پلوه زاړه دودونه هم مشاهده کوي.
۹ - کوپنهاگن، دنمارک
کوپنهاگن تر ويانا وروسته يوازنی اروپايي ښار دی چې د ژوند له پاره د لسو ښو هيوادونو په نوملړ کې شامل دی. د ژوند پر نسبتاً لوړ لگښت سربیره هم د دنمارک دا پلازمينه ډېر ښه زیربنا او روغتيايي خدمات عرضه کوي. تمه کیږي چې دا ښار به د بايسکل چلوونکو له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښار وگرځي.
۱۰ - اديلايد، استرليا
د اديلايد ښار سره د لسو ښارونو په دې نوملړ کې د استرليا د ښارونو شمير درو ته رسېږي. د ۱،۳ ميليونه وگړو په لرلو سره په اصطلاح د کليساو دا ښار له نورو سيالو ښارونو څخه ډېر کوچنی دی، خو د انگورو د باغونو، طبيعي سواحلو او ښو خوړو له کبله یې شهرت ورځ تر بلې زياتيږي.