1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت نور هم ټيټ شوی

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

د پاکستان د مرکزي بانک په حواله د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د پولې واحد ارزښت په يوه ورځ کې تر درې سلنه ټيټ شوی او د ډالرو په مقابل کې يوې نوې ريکارډ ټيټې کچې ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/3L9ke
Pakistan Währung Wechsel Dollar Rupien Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

يوه مياشت مخکې د پېسو له نړيوال صندوق سره د شپږ ميلياردو ډالرو د پور له يوه تړون راهيسې د پاکستان پولې واحد په دومداره توگه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. د چهار شنبې په ورځ د  بانکو په منځ کې د اسعارو د تبادلې په بازار کې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې بيه ۱۶۱،۹۴ ته رسېدلې وه.

د سه شنبې په ورځ بيا د يوه ډالر بيه ۱۵۶،۹۷ پاکستانۍ روپۍ وه. د اسعارو د تبادله کوونکو په حواله په آزاد بازار کې بيا د يو ډالرو په ۱۶۲،۵۰ روپو پلورل کيده.

د ۲۰۱۷م کال د دسمبر مياشتې راهيسې پاکستانۍ روپو تر ۵۰ سلنه زيات ارزښت له لاسه ورکړی دی چې د انفلاسيون او د بيو د لوړيدو له کبله پر حکومت د خلکو له خوا د فشار سبب گرځي.

د پېسو نړيوال صندوق تړون، چې لا بايد وارزول شي، د پاکستانۍ روپۍ له پاره د «بازار له خوا ټاکل شوی نرخ» په نظر کې لري. مخکې به دغه کار د پاکستان د مرکزي بانک له خوا ترسره کيده.

د پاکستان دولتي بانک چې تېره مياشت یې د سود کچه تر ۱۲،۲۵ سلنه لوړه کړې وه، ويلي چې د اسعارو د تبادلې بازارونه له نزدې څاري او د «ناڅاپي بې ثباتۍ» په صورت کې به غبرگون وښيي.

د پاکستان د دولتي بانک نوي مشر رضا باقر د روانې جون مياشتې پر ۱۷ نيټه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې د روپۍ د انعطاف پدیزه نرخ د ټاکلو خبره رد کړه او د يو لړ اصلاحاتو يادونه یې وکړه چې له لارې به یې د هېواد اقتصادي بې ثباتي پای ته ورسیږي.

bs/ms (Reuters)