د چک جمهوريت پولیسو په یوې لارۍ کي ۳۰ مهاجر موندلي
۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سهشنبهد چک جمهوریت پولیسو د دوشنبې په ماښام په یوه لارۍ موټر کي شاوخوا ۳۰ مهاجر موندلي دي چي پکښې یوه مهاجره مړه سوې ده. پوليسو دغه لارۍ د پراگ او آلمان د دریسدن ښار ترمنځ لویه لار کي درولې وه.
د چک پولیسو په ټولنیزو رسنیو کي لیکلي دي: «ټول دغه کسان نیول سوي دي. داسي معلومات په لاس کي نسته چي له هغوی څخه دي کوم کس په تېښته بریالی سوی وي.»
پولیسو د دغو مهاجرو د هویت په هکله معلومات نه دي ورکړي.
چک جمهوریت د هغو مهاجرو له پاره یوه مشهوره ترانزیتي لاره بلل کیږي چی هڅه کوي ځانونه آلمان او یا هم نورو شتمنو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
د چک جمهوريت د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چي تیر کال په دغه هیواد کي ۱۳۸۹۸ کسان پرته له معتبرو اسنادو نیول سوي دي.
د دغو مهاجرو «وضعیت ښه نه دی»
خصوصي اضطراري خدماتي سرویس «ایاسسیآر» د دغي لارۍ د درولو پر وخت هلته حاضر وو. دغه خصوصي اضطراري سرویس ویلي دي چي د هغوی په ډله کي د ۳۰ کلونو په شاوخوا کي یوه ښځه بېهوښه سوې وه.
د نوموړي خصوصي اضطراري سرویس «ایاسسیآر» په حواله دغه مهاجر په «خراب وضعیت» کي دي، خو په روغتون کي بستر کیدو ته اړتیا نه لري.
GP/NZ/AG