د پښتو ژبې ولسي سندرغاړې زرڅانګه په خیمه کې ژوند کوي.
زرڅانګه چې د موسیقی په ملکې هم مشهورده ده، اوس ۸۱ کلنه ده. هغه له خپلې کورنۍ سره تر خیمې لاندې ژوند کوي. زرڅانګې چې د موسیقی په ډګر کې یې څو دولتي مډالونه هم ګټلي تېر کال د آغاخان بنسټ په جایزه ګټونکو کې هم وه.
د دولتي مډالونو ګټونکې سندرغاړې
د پښتو ولسي موسیقۍ ملکه، زرڅانګه اوس ۸۱ کلنه ده. هغې ته پښتو موسیقۍ کې دولتي مډالونه هم ورکړل شوي.
په ملي او نړېواله کچه موسیقي
زرڅانګې ډېرو هېوادونو کې موسیقي کړې؛ دې له المان تر امریکا او له عراق تر نورو هېوادونو د خپل هنر پر مټ ډېر خلک خوښ ساتلي.
د شخصي کور آرمانجنه
هغه وايي: »مرګ خو شته، که مړه شم دا خلک به ماته راځي، چې زرڅانګه مړه شوه. دا جونګړې کې به پرته یم، وایې به دا وګوره که پاکستان یو فلاټ ورکړی وی خپله کوټه به یې پکې جوړه کړې وای.«
د پښتو موسیقۍ ملکه
خو هغه اوس د خپلې کورنۍ له غړو سره په خېمه کې اوسېدو ته اړه ده.
هنر ته د نه درناوي فریاد
زرڅانګه وايي، پاکستان کې سندرغاړي او موسیقي غږوونکي ډېر نه قدرول کېږي.
انځورونه
1 | 5انځورونه