د پلاستيکی بوتلونو بيا ژوند
په ټوله نړۍ کې په هره دقيقه کي يو ميليون بوتلونه پلورل کيږي چې يوازي يو پر دوهمه څخه بيا کار اخیستل کيږي.
د دې له پاره چې زاړه بوتلونه په پلي استر باندي واوړي، لومړی بايد هغه میده شي او د کوچنيو دانو په څير واوړي او وروسته له رنګونو پاکي او بيا د پلي استر په نازک پوښ اوړي.له دغه مصنوعې مادې څخه په ډول ډول صنايعو کې کار اخيستل کيږي.
د زړو او ليري غورځونکو پلاستکي بوتلونو يو پر څلورمه يې د دې وړتيا لري چې نوې بوتلونه ترې توليد شي. د دغه بوتلونو د بيا توليد له پاره کوچنۍ پلاستيکي ويلي شوی دانې د استوانو په شکل تلونه جوړيږي او وروسته د ۲۵۰ درجې حرارت په نتيجه کې ترینه پلاستیکي بوتلونه جوړيږي.
د سويدن ستر شرکت ايکیا، چې د کورونو د سامان توليدونکې دی، د پلاستيکي پلې اتيلن بوتلونو له بيا کاراخيستنې څخه د پوښونو په توليد کې کار اخيستی
د آلمان په کلن ښار کې Armedangels په نوم د جامو تولیدونکي شرکت، يوې ترکيبې مادې ته لاس رسې پيدا کړې چې ۶۵ سلنه خالصه پنبه او ۳۵ سلنه پولیستر دي، چې د پلي اتيلن له بوتلونو څخه پکي بيا کار اخیستل شوې. دغه شرکت د خپلو محصولاتو نړيوال برياليتوب جشن نمانځلې.
ليوايز شرکت د نارينه وو او ښځو د پطلونونو بیلګې بازار ته وړاندې کړې. د ښځو پطلونونه چې تنګ او نري جوړ شوي،د نارينه له ۵۰۴ کلاسیک مدل څخه اخیستل شوې دې او له داسې تيکي څخه ګنډل شوي چې ۲۰ سلنه په کي پلاستيکي بوتلونو کار اخیستل شوی.
د هري پشمي کمپلې د توليد له پاره ۱۶ پلاستيکي بوتلونو ته اړتيا ده،چې تقريبا هغې ته ورته پشمې پټوګان دي چې سل په سلو کې له پولیستر څخه جوړ شوی دي. دغه تکې چې له پولستر څخه اوبدل شوی د الکترونيکی اړیکي ليږدونکي دي او د آلمان انستيتوت په خبره دغه کوچنې الکترونکي شوک کوم خطر انسان له پاره نه لري.
د پلي اتيلن څخه بيا تولید کې کیداي شي اداری لوازم لکه سبد، يا دوسیو په توليد کې کار واخستل شي.
د پلی اتيلن بوتلونو بنسټ د ګرانول کوچنۍ دانو څخه جوړ شوې چې له هغې څخه د اوپل موټرو د آدم (Adam) ماډل په ممپر او څراغانو کي کار اخيستل شوی دی. هر کال د اوپل اتومات موټر جوړونې شرکت ۴۵ زره ټنه دغه ډول بیا کار اخیستنې مواد په خپلو نويو محصولاتو کې کاروي.
د ورزشي تولیداتو نایک شرکت د روان ميلادې کال په نړیوالو مسابقو کي د برازيل ملي ټيم لوبغاړو ته د پلي اتیلن لباس جوړ کړی وو.
د اديداس شرکت داسي بوټان بازار ته وړاندې کړي چې د پلاستيک له زبالو څخه جوړ شوي. د اديداس په وينا له سمندر څخه پيدا شوې، ۱۱ پلاستيکي بوتلونه ويلي شوي تر څو دغه بوټان ترينه جوړ شوي. د دغه بوټانو ۹۵ سلنه پاسنۍ برخه چې (پارلی انکيد اولترا بوټس) په نامه ياديږي له اوبو څخه نيول شوي پلاستيک څخه جوړ شوی.
د زړو پلاستيکی بوتلونو کار په بهیر کې او د غورځونکو پلي اتیلن يا نور مصنوعي موادو شتون په آزاده فضا کې داسي مادې ترينه توليديږي چې د ساختمالي موادو يو بل ډول جوړوي. د تايوان د (اکويا) ودانيو په زرغون رنګه ډبرو کې يو نیم میليون دغو کوچنیو ذرو څخه کار اخیستل شوی دی. دغه نووښت تایوانې مهندس آرتور هاونګ کړې دې.
هره ورځ شرکتونه او د صناعی منابعو سرچينې د پلاستیکی زبالو بيا تر لاسه کولو ته مخه کوي او له هغو څخه بيلا بيل محصولات جوړوي. پلاستیکی مصرف شوي بوتلونه چې د پلي اتلین ترفتلات له کيماوي ترکيب څخه جوړ شوي هره ورځ ترې بيا کار اخیستنه زياتيږي. اوس د جامو،ساختماني مواد،د شا بيکونه،بوټان او د کور سامان کې کارول کیږي.