«د پاکستان له زندانونو څخه ۲۰۰ افغانان آزاد سوي دي»
۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبهد کونسلګرۍ په قول، په دې ډله کي ۳۰ تنه د سند ایالات له نورو زندانونو څخه راخلاص او افغانستان ته ولیږل سول.
په کراچي ښار کي د طالبانو تر واک لاندي دغه کونسلګري پر خپله فېسبوکپاڼه لیکي، یاد ازاد کړل سوي افغانان د طالب چارواکو په مخکي د څلورو بسونو په واسطه افغانستان ته ولېږل سول.
اړوند: پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغانان بندیان دي
د دغي کونسلګرۍ د شمېرو له مخي په تیرو څو میاشتو کي ۱۲۰۰ افغان بندیان د کراچي، حیدراباد، لاړکانه او سکر ښارونو کي له زندانونو خوشي او پر وخت افغانستان ته لېږدول سوي دي.
د راپورونو له مخي اوس هم په سلهاوو افغانان چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کي بندیان دي.
ویل کیږي چي په دې زندانیانو کي ناروغان هم سته چي د درملني له پاره هلته تللي او د پولیسو له خوا د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول سوي دي.
اړوند: په پاکستان کي د بندي افغان کډوالو کورنۍ له چا مرسته وغواړي؟
په ټولنیزو رسنیو کي د یو شمېر افغان زندانیانو په ځانګړي ډول د کوچنیانو داسي ویډیوګاني خپروې سوي چي د زندان په تورو پنجرو کي ولاړل لېدل کېږي.
دغو ویډیوګانو په ټول افغانستان کي د خلکو احساسات راپارولي دي.
د پاکستان په زندانونو کي څلور داسي افغانان هم مړه سوي چي د درملني له پاره پاکستان ته تللي ول.
زموږ له ارشیف څخه