1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د سیاسي ماموریت مشر په کابل کې له متقي سره کتلي

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

په کابل کې د پاکستان د سیاسي ماموریت مشر، عبیدالرحمن نظاماني چې پنځه میاشتې مخکې تر ېوې ناکامې حملې وروسته اسلام آباد ته تللی وو، په کابل کې ېې بېرته خپل کار پيل کړی او د طالبانو له خارجه وزیر سره ېې کتلي دي.

https://p.dw.com/p/4QIHg
په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul


پاکستاني رسنیو د ډيپلوماټيکو منابعو له قوله ويلي دي چې په کابل کې د پاکستان سفارت ته د نظاماني بېرته ستنيدل، اسلام آباد ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي تر سفر مخکې يو ستر تحول دی. په پام کې ده چې متقي د می مياشتې په سر کې اسلام آباد ته ولاړ شي.

د پاکستان سماء خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې دغه پاکستاني ډيپلوماټ په کابل کې خپل کار، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير، امیرخان متقي، سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداری، تر ېوې ټيلفوني اړيکې وروسته له سره پيل کړی دی.

ورته نور ولولئ: د قطر یو پلاوی کابل ته رسېدلی او له اميرخان متقي سره ېې کتلي

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند، قهار بلخي، هم منلې ده چې په افغانستان کې د پاکستان د سیاسي ماموریت مشر، په کابل کې له دغه وزارت سره کتلي دي.

بلخي پر ټويټر ليکلي دي چې متقي کابل ته د نظاماني د بېرته راستنېدو هرکلی کړی او هیله ېې ښودلې ده چې دغه اقدام د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت تر منځ په ډيپلوماټيکو اړيکو کې مثبت اغیز ولري.

ورته نور ولولئ: «متقي د ګاونډویو هیوادنو د وزیرانو په غونډه کي ګډون ته سمرقند ته تللی»

نظاماني د تېرکال د دسمبر مياشتې پر دوهمه په کابل کې د پاکستان سفارت په انګړ کې تر يو ناکام برید لاندې راغی چې د سفارت یو ساتونکی پکې کلک ټپي شو. د دغې حملې مسئولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

عبيدالرحمن نظاماني تر دغې حملې وروسته، اسلام آباد ته ولاړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د هغه تر بېرته ستنېدو مخکې ويلي وو چې دوی په افغانستان کې د وضعیت د ارزونې په حال کې دي.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلۍ شي: