د ورزشکارانو له پاره تر ټولو مناسب رژیم
د یوه سالم بدن له پاره د خوراک مناسب رژیم لرل ډیر اړین دي. په خاصه توګه ورزشکاران باید مناسب خوراکي ژریم ولري ځکه هغوی بايد ډیره انرژي ولري، څو سپورت وکولای شي.
کربوهیدرت
کربوهیدرت په خاصه توګه د انسان د بدن انرژي تامینوي. د کربوهیدرتونو د اخیستلو له پاره باید داسې خوراکي مواد مصرف شي چې د ویني د قند شاخص یا GI یې ټیټ وي. د بیلګې په توګه سبوس لرونکي غله جات.
تازه غنم
تازه غنم ډیر مغز لرونکي ګټور مواد لري لکه B او E ویټامینونه.
اسید اسکوربیک یا ویتامین ث
دغه ویټامینونه د آزادو رادیکالونو په خنثی کولو کې مرسته کوي. د ورزش په حال کې دغه ډول رادیکالونه چې کیدای شي بدن ته ډیر تاوان ورسوي، آزادیږي. له دې کبله باید د هغوی د خنثی کولو له پاره نور مواد وخوړل شي.
مستې
مستې او نور لبنیات په ټولیزه توګه د انسان په بدن کې کلسیم، فسفر، پتاسیم، سدیم او ب ویتامینونه تامینوي. دغه مواد د هډوکو او عضلاتو په تقویه کولو کې مرسته کوي. مستې نه یوازې ورزشکارانو بلکه عادی وګړو ته ګټه لري.
کیله
کیلې د ورزشکارانو د رژیم یوه ډیره مهمه برخه ده. کیلې منیزیم، پتاسیم او ډیر فیبرونه لري. د کیلو کاربوهیدرتونه په اسانۍ سره د هضمولو وړ دي. له دې کبله د ورزش په جریان کې او یا هم تر هغه وروسته د کیلو خوړل ډیر ګټور دي.
تست ډوډۍ
که یو څوک غواړي تر ورزښ مخکې یو څه ډوډۍ وخوړي نو باید په پام کې ولري چې دغه ډوډۍ په اسانۍ سره د هضم وړ وي. د بیلګې په توګه یوه کیله او یا هم تست شوې ډوډۍ. تست ډوډۍ به کمې موده کې ډیره انرژي تولیدوي او په اسانی سره د هضم وړ دي.
کچالو
کچالو ډیر ویتامینونه، مغذي مواد او نور معدني مواد لري. تر ورزش وروسته جوش شوي کچالو او هګۍ ډیره ګټه لري.
عدس
ژیړ، سپین او سره عدسونه ډیر پروتین لرونکي حبوبات دي. ښه ده چې دغه حبوبات تر ورزش وروسته وخوړل شي.
مکرونی
ډیر شمیر د مراتون منډې وهونکي تر خپلو مسابقو مخکې شپه د مکروني په ملمستیاو کې تیروي. مکروني د عضلاتو د قوي کولو له پاره ګټور دي.
هګۍ
د چرګانو په هګیو کې ډیر پروتینونه موجود دي. هګۍ غوړ نه لري او کولای شي تر ورزش وروسته بدن ډیر ژر ورغوي. خو ډیرې هګۍ هم باید و نه خوړل شي، ځکه یوه هګۍ د ټولې ورځې د مصرف کلسترول تامینولی شي.
د جرګ غوښه
د جرګ غوښته کم غوړ خو ډیر پروتینونه لري. پروتینونه د نویو حجرو جوړولو او پخوانیو حجرو ترمیمولو په برخه کې ډیر ګټور دي.
کب
کبان داسې غوړي لري چې د انسان بدن ورته اړتیا لري خو نه یې تولیدوي. له دې کبله نه یوازې ورزشکاران بلکي ټول خلک باید لږ تر لږه په اوونۍ کي یووار د کب غوښي وخوري.
سبزیجات
د خوراکي موادو د پخولو پر مهال په هغوی کې موجود ډیر ګټور مواد له منځه ځي له دې کبله د تازه سبزیجاتو خوړل ډیر اړین دي.
وچې میوې
کله چې انسان ډیر ورزش کوي نو انرژي او معدني موادو ته یې اړیتا هم ډیریږي. وچې میوې دغه مواد تامینولی شي خو باید ډیرې و نه خوړل شي.
اوبه
د ورزش پر مهال بدن ډیرې خولې کوي او د بدن اوبه له لاسه ورکوي. له دې کبله ورزشکاران باید د هر ساعت ورزش په بدل کې له نیم څخه تر یوه لیتره اوبه وڅکي.