د هند د سینما هغه ستوري چې په خپلو کې ېې ودونه کړي
د هند په سینما کې ډېر داسې شوي چې اکټرانو یا د فلم ستورو سره په اصلي ژوند کې واده کړی وي. په دغه انځوريز البوم کې یو شمېر پخواني او اوسني هندي اکټران او اکټرانې درپيژنو چې له یو بل سره ېې ودونه کړي دي.
نرګس او سونیل دت (د سنجېدت والدین)
نرګس (کيڼ لور) او سونلدت په ۱۹۵۸م کال کې واده وکړ. د دوی لومړني فلمونه د هندوستان سینما د تور او سپين فلمونو د وخت دي. دوی دواړه مړه شوي، زوی ېې سنجیدت نن ورځ د هند سینما له وتلو ستورو څخه یو دی.
سایره بانو او دلیپ کمار
د هندوستان پخواني وتلي اداکار دلیپ کمار په ۱۹۶۶ کې له اکټرې سایره بانو سره واده وکړ. بیراګ یو له هغو فلمونو دی چې دوی په کې مرکزي رولونه لوبولي دي. دلیب کمار په ۲۰۲۱ کال کې د ۹۸ کلونو په عمر مړ شو، سایره بانو ژوندۍ ده. دوی اولاد نه لري.
دمپل کپادیا او راجیش کهنه
راجش کهنه تر امیتاب بچن د مخه په اویایمه میلادي لسیزه کې د هند سینما سوپر ستار وو. هغه په ۱۹۷۳ کې له فلمي اکټرې، دمپل کپاډیا سره واده وکړ چې لس کاله وروسته بېرته جلا شول. په انځور کې د دوی زوم، د فلم وتلی اداکار اکشې کمار هم ليدل کيږي.
توينکل کهنه
کهنه د فلمي اداکارانو راجش کهنه او دمپل کپاډیا لور ده. توینکل کهنې په ۲۰۰۱ کال د هندوستان د سینما له وتلي اداکار، اکشې کمار سره وادوه وکړ. دغه جوړه اوس دوه اولادونه لري.
جایا بچن او اميتاب بچن
د هندوستان پخوانی سوپر ستار امیتاب بچن له جایا بچن سره د پخوانيو، شعلې او زنجیر په ګډون يو شمېر فلمونو کې ګډ کار کړی دی. دوی په ۱۹۷۳ کې واده وکړ. زوی ېې ابهیشک بچن هم په فلمونو کې کار کوي.
ابهیشک بچن او ايشوریا رای
د امیتاب بچن زوی ابهیشک بچین هم د پلار په څېر له فلمي اکټرې ایشوریا رای بچن سره واده وکړ. د دوی واده په ۲۰۰۷ کې وشو اوس يوه لور لري. دواړو په يو شمېر فلمونو له هغې جملې «ډهوم ۲» کې ګډ کار هم کړی. اېشوریا رای په ۱۹۹۴ کې د نړۍ د ښکلا ملکې لقب وګاټه.
دهرمندر او هیماماليني
دا د هندوستان سینما تر ټولو وتلې جوړه ده چې په ډېرو فلمونو کې ېې ګډ کار کړی دی. ۷۰مه میلادي لسیزه او د ۸۰مې لسيزې پیل د دوی د شهرت وخت وو. له هیماماليني سره د دهرمندر، دوهم واده وو. دوی د ایشا دیول او اهانا دیول په نومونو دوه لوڼې لري.
ريشي کپور او نيتوسینګ
ریشي کپور له اکټرې نيتو سينګ سره چې اوس د ۶۵ کلونو ده، په ۱۹۸۰ کې واده وکړ. کپور په ۲۰۲۰ کې مړ شو. د کپور خاندان د هند په سینما کې د څو نسلونو هنرمندۍ سابقه لري. د دغې جوړې زوی، رنبير کپور، نن د هندوستان سینما له وتلو هنرمندانو څخه دی.
سري ديوي او بوني کپور
بوني کپور د فلمونو اداکار دی. هغه د هندوستان د ۸۰ لسیزې له نوموتې هنرمندې سري دیوي سره په ۱۹۹۶ کې واده وکړ. سريديوي چې د خپل وخت له نامتو ښایسته ښځينه اکټرانو څخه وه، په ۲۰۱۸م کال کې د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.
اجې ديوګن او کاجول
اجې دېوګن په ۱۹۹۹ کې له اداکارې کاجول سره واده وکړ. د اجې ديوګن پلار ویرو دیوګن، اکشن ډایرکټر وو او د کاجول مور، تنوجه، هم فلمي اکټره ده. اجي دیوګن د ۵۴ او میرمن ېې د ۴۹ کلونو ده، دوی دوه ماشومان لري.
کرينه کپور او سیف علي خان
کپور او خان د هند سینما یوه بله مشهور جوړه ده. دوی په ۲۰۱۲ کې واده کړی. کرینه کپور د هند سینما د پخوانۍ اکټرې ببيتا او رندهر کپور لور او سیف علي خان د پخوانۍ مشهورې اداکارې شرميلاتاګور زوی دی. د خان پلار د کریکټ پخوانی لوبغاړی او د هند د نوابانو څخه دی. دواړو اوس هم په فلمونو کې کار کوي.
کترینا کيف او ويکي کوشال
دوی په ۲۰۲۱ کې واده وکړ. دواړه اوس هم په فلمونو کې کار کوي. کترینا کیف چې اوس د ۴۰ کلونو ده له ۲۰۰۳ ېې د هند په سینما کې کار پیل کړی دی.
عالیه بټ او رنبير کپور
دواړه خانداني هنرمندان دي. رنبير د ریشي کپور زوی او عالیه بټ د مشهور فلم جوړونکي، مهیش بټ لور ده. دوی د وادوه مراسم د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د هندوستان په ممبي ښار کې تر سره شو.
پراینکا چوپړه او نیک جانس
د هندوستان سینما دغې اکټرې بیا له امریکايي اکټر او سندرغاړي نیک جونانس سره واده کړی دی.
ديپيکا پادوکونه او رنویر سینګ
ديپیکا او سینګ په ۲۰۱۸ کې واده وکړ. دواړه د هند سینما له مطرح هنرمندانو په ډله کې راځي.