1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند انجينران له دود څخه د قلم رنگ جوړوي

۱۳۹۷ مهر ۹, دوشنبه

ډيزلي جنراتورونه د دود په خارجولو سره چاپيریال ککړوي. خو څنگه به وي چې دا دود په يو گټور څه بدل کړل شي؟ د نوي ډيلي د ځوانو انجينرانو يوې ډلې دا کار کړی دی.

https://p.dw.com/p/35n1B
Indien Neu Delhi Smog
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې کله کله هوا دومره ککړه شي چې سړی ډير په مشکله خپل شا او خوا ليدلی شي. د هند دا ستر ښار د نړۍ يو له هغو ښارونو څخه دی چې هوا پکښې سخته ککړه ده.

ارپت دهوپار په دې ډير ښه پوهيږي. دی په نوي ډيلي کې ستر شوی او له کوچنيتوب څخه تنفسي ستونزه لري. نوموړي ۲۵ کلن ځوان چې ميخانيکي انجينر دی، د ډيزلي جنراتورونو د ستونزي حلولو له لاري یې د هوا د ککړتيا پر وړاندې په مبارزه پېل کړی دی.

دا ډول جنراتورونه په نوي ډيلي او د هند په ډېرو نورو ښارونو کې د هوا د ککړتيا د سترو عواملو څخه دي. دا جنراتورونه د سپما په موخه د بريښنا د قطع کيدو پر وخت په نوي ډيلي کې چې ۱۷ ميليونه نفوس لري، په عادي توگه کارول کيږي.

دهوپار له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د دې ماشينونو ستونزه داده چې د نه سوځل شويو تيلو له وجې ډير زيات دود او تورکی خارجوي. دا دود د انسانانو پر روغتيا ډير ناوړه اغیز کوي.» هغه زياته کړه: «ځکه چې دا دود ډيري کوچنۍ ‌ذرې لري چې زموږ پزه او يا سږي یې نه شي فلترولای او نيغ په نيغه وېنې ته داخليږي.»

Arpit Dhupar, Mitbegründer von Chakr Innovation, einem Engineering-Start-up aus Delhi, Indien
ځوان انجينر ارپت دهوپار چې په نوي ډيلي کې له ککړې هوا څخه خپله هم کړيږيانځور: Chakr Innovation

له دود (تورکي) څخه د قلم رنگ

داسې آلې شته چې دا ذرې فلتر کړي. خو پوښتنه داده چې له دې سره بيا څه بايد وشي؟ عموماً دا ‌‌ذرې سوځل کيږي خو د Dhupar's Chakr Innovation په نوم د کوچني شرکت انجينران بيا د دې له پاره نور پلانونه لري. دهوپار وايي: «په هند کې موږ پر سړکونو د گني د خرڅلاو ډيري کراچۍ وينو دغه کراچيوانان له گنيو څخه د اوبو ايستلو له پاره دا ډول ډيزلي جنراتورونه کاروي.»

يوه ورځ دهوپار وليدل چې څرنگه د يوه کراچيوان له جنراتوره خارجيدونکي دود د هغه شاته ديوال تور کړی دی. دهوپار وايي: «ما فکر وکړ چې ولې دغه کار په قصدي توگه ونه کړو؟ ولې داسې ونه کړو چې د هوا ټوله ککړتيا راټوله کړو او ديوالونه پرې رنگ کړو.»

نوموړي خپل دا نظر له خپلو پروفيسرانو دوستانو او نورو پوهانو سره شریک کړ، خو ټولو ورته وويل چې که دا کار ممکن وای نو تر تا به مخکې هرو مرو يو چا کړی وای.

خو دهوپار په خپل نظر او کار باور درلود. تر ډيرو لوړو ژورو وروسته یې کوچني شرکت يوه داسې آله جوړه کړه چې د ديزلو له پاته شوو څخه دغه کوچنۍ ذرې چې نه وي سوځل شوي، په ډير کم «مخالف فشار»  فلتر کړي او په مايع یې بدلې کړي.

Einer der Dieselpartikelfilter von Chakr Innovation, installiert auf einem Dach in Delhi / NCR
د دهوپار شرکت د فلترونو د سستم له لارې د دود ذرات په رنگ بدلويانځور: Chakr Innovation

دهوپار زياتوي د دود ذرات په مايع بدلول يو گټور کار دی. په دې توگه هوا ته د ذراتو د بيرته داخليدو خطر هم له منځه ځي او په عين وخت کې د دې مايع په رنگ بدلول هم ډيرکم کار ته اړتيا لري.

له دود څخه جوړ دا محلول له يو څو پړاونو څخه تر تيريدو او له زيان رسوونکو موادو څخه تر پاکيدو وروسته په رنگ بدليږي. دهوپار وايي: «اوس په دې محلول کې يوازې د سريښو د سمي اندازې اچولو ته اړتيا ده.» تر دې وورسته پرې بيا د کميسونو نيولې تر کافي د پيالو، کارتونو او سوغاتونو د پاکټونو پورې هر څه رنگیدلی شي.»

دهوپار وايي: «د قلم د رنگ زموږ تر ټولو ستر مشتري د  Dell Computers  شرکت دی. دا شرکت زموږ رنگونه د خپلو لاپټاپونو د پاکټونو د چاپولو له پاره کاروي.»

خو لکه څرنگه چې د ديل شرکت دنده کارتنونه چاپول نه دي، د دهوپار د شرکت موخه هم د قلم رنگ جوړول نه وه. دهوپار وايي چې اصلي ستونزه د هوا د ککړتيا ده.

د فلتر آلو د سستمونو په جوړولو سره هوا ته د دود د کوچنيو ذرو د داخليدو مخه نيول، هغه خپله اصلي دنده بولي. خو دا شرکت تر اوسه کوچنی دی او يوازې ۵۰ دا ډول آلې لري. خو دې نوي شرکت له ځينو سترو شرکتونو سره لکه د آلمان د اليکترونيکي سامان آلاتو بوش شرکت او د هند د تيلو له شرکت سره همکاري پيل کړی ده.