د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په زړه پورې دودیزې میلې
په تایلنډ کې د فیلانو د خرطوم په وسیله له آبپاشۍ څخه نیولې بیا په هنګري کې پر ځوانو نجونو د سړو له خوا تر اوبو شیندلو پورې، د نړۍ د مختلفو هیوادونو دودیزو میلې د انځورونو په ژبه.
د خرطوم په وسیله اوبه شیندونکي فیلان
د تایلنډ هیواد په آیوتهیه ایالت کې د «شُونګ کران واټر فیستیوال» کلني فیستیوال په ترڅ په مختلفو رنګونو سینګار شوي فیلان د خپل خرطوم په وسیله پر سیلانیانو اوبه شيندي.
په هنګري کې ښکلې نجونې او د اوبو سطلونه
د هنګري په سینا نومي سیمه کې سړي پر ځوانو نجونو د سطلونو په وسیله اوبو شیندي. دا په دې سیمه کې د عیسویانو د ایستر اختر د دودونو یوه برخه ده.
په سویلي کوریا کې د ګوتم بده کلیزه
ګوتم بده یا ګوتاما بودا د بودایې مذهب د فلسفې او تفکر موسس ګڼل کیږي. د ګوتم بده د کلیزې مراسمو تر پیل مخکې د سویلي کوریا په پلازمېنه سئیول کې یو سړی له خپل نوم او دوعا سره یو ځای یو کارت په یوه عبادت ځای کې زړوي.
په نیپال کې د مرګ کوهی
د نیپال هیواد په بهکتاپور ښار کې د نوي کال مراسمو د لمانځې په یوه میله کې یو تن په اصطلاح د مرګ کوهي پر دیوالونو له خپل موټر سیکل سره د حرکت په حال کې لیدل کیږي.
په ساحل کې صليب
په مکسیکو کې هر کال د «ګډ فرائ ډی» یا د ایستر د مقدس جمعې اختر په ورځ د سمندر په ساحل کې د عیسی ع پر صلیب د زړولو په یاد یو لړ مراسم اجرا کیږي.
هسپانیا
د شمالي هسپانیې په بالمیسیدا سیمه کې د باسک کلي سیمه ییز اوسیدونکي د ایستر په نوم عیسوي اختر په ورځو کې د «وِیا کروسیس» عمل د دوباره وړاندې کولو په ترځ کې د پخواني رومانیایې پوځیانو یونیفورم اغوندي.
په فرانسه کې د مارچوب همیشه بهار بوټې
Spargelan یا مارچوب یو ډول سبزي ده چې په آلمان کې هم د سوپ په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. د فرانسې په ختیځ یوه کرونده کې د دغه نبات یوه تیغه چې د ځمکې له سطحې څخه را پورته شوې لیدل کیږي.
د امونو پر ډيير یا کوټ خوب
د هندوستان د حیدر آباد ښار په اطرافو کې یو شمیر میرمنې د امونو لارۍ تر تشولو وروسته د همدغو امونو پر ډيير ډډه لګولې او خپله دمه جوړوي.
له چقړو څخه خوند اخیستل
د شمالي ایرلاند په پورټاډاون سیمه کې په یوه دودیز ځغاسته کې برخه اخیستونکی ډله له چقړو یا دلدل څخه ډکې کندې ته ځانونه ورغورځوي چې دا عمل هم د دې لوبې یوه برخه ده. په دغه ځغاسته کې برخه اخیستونکې کسان باید له ۲۵ خنډونو څخه تیر شي.
د شمالي کوریا صاحب منصبان
د شمالي کوریا دغه پوځي افسران له عادي حالت څخه ډیر جدي او سنجیده لیدل کیږي. په اصل کې دغه صاحب منصبان د شمالي کوریا د بنسټ ایښودونکي کم اِل سنګ له ۱۰۵ مې کلیزې څخه یوه ورځ مخکې د هغه د زیږیدو له ځای څخه لیدنه کوي.
د ډانس له پاره نرمش
د آرلند هیواد په پلازمېنه دوبلن Dublin کې یوه نڅا کونکې د ډانس په نړیواله سیالۍ کې د ګډون له پاره ستیج ته له ورتګ مخکې خپل نرمش کوي