د نړۍ مهم خبرونه په متن او انڅور کې
د روسیې فیدراسیون شورا په سوریه کې د پوټین د پلان ملاتړ وکړ
د رویترز خبري آژانس په حواله د روسیې د فیدراسیون شورا ولسمشر ولاډیمیر پوټین ته په سوریه کې د پوځي ماموریت له پاره شین څراغ ورکړ. پر نورو سربیره د «آر آیي ای» خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې ویلي چې د فیدراسیون جرگه گۍ د چهار شنبې په ورځ د پوټین په دې اړوند غوښتنه په یوه خوله ومنله. تر دې وروسته روسيې په لومړي وار په سوريه کي بمباري پيل کړي دي.
د ناټو ځانگړی ځواک کندز ته رسیدلی
کندز ته د ناټو عسکر رسیدلي څو د وسله والو طالبانو پر ضد جگړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. د ناټو یوه ویاند وویل چې ځانگړي ځواکونه یې په سیمه کې افغان ځواکونه ته لارښونه کوي. د لویدیځ د پوځي حلقاتو په حواله په دغه ځواک کې د آلمان، بریتانيا او امریکا عسکر شامل دي خو شمیر یې نه دی په ډاگه شوی.
پر «اسلامي دولت» د فرانسې بمبارۍ ۳۰ جنگیالي وژلي
په سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر سنگرونو د فرانسې د لومړیو هوایي بریدونو په نتیجه کې ۳۰ جنگیالي وژل شوي دي. د سوريې د بشري حقونو د څار ټولني له خوا ویل شوي چې دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ د دیرالزور په سیمه کې د «اسلامي دولت» پر روزنیزو مرکزونو ترسره شوي. د دغه ټولنې له خوا زیاته شوې چې په وژل شویو کې ۱۲ ماشوم عسکر او همدا راز خارجي جنگیالي هم شامل دي. سربیره پر دې ۲۰ تنه ټپيان شوي هم دي.
یونان: یوه کډواله ښځه او یو ماشوم ډوب شوي
د اژې په سمندرگي کې د مهاجرو د کښتۍ د غرقیدو په یوه تازه پیښه کې یوه ښځه او یو ماشوم ډوب شوي دي. د چارواکو په حواله د لیسبوس ټاپو ته نزدې پیښې پر وخت ۴۷ نور کسان ژوندي وژغورل شول. د اژې دغه ټاپو ته په دې وروستیو میاشتو کې ډيرو هغه مهاجر رسیدلي چې له ترکیې څخه د یونان له لارې منځنۍ او شمالي اروپا ته ځانونه رسول غواړي.
بغداد: تښتول شوي ترکي کارکونکي آزاد کړل شوي
په بغداد کې څلور اوونۍ د مخه تښتول شوي ۱۶ ترکي کارکونکي بیرته آزاد شوي دي. د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو وویل چې دغه کسان په بغداد کې د ترکیې سفارت کې دي او روغ رمټ دي. د سبتمبر په پيل کې ۱۸ تنه ترکي کارکونکي چې د فبټال د یوه لوبغالي د جوړولو په کار بوخت ول، د اټکل له مخې د یوه شعیه وسله وال له خوا یوه نامعلوم ځای ته بیول شوي ول. دوه تنه د تښتونې دوه اوونۍ وروسته آزاد کړل شوي ول.
د مبمي برید کونکي په اعدام محکوم شوي
د ممبي ښار د بریدونو تقریباً نهه کاله وروسته اوس د هند یوې ځانگړې محکمې پنځه تنه د مرگ په سزا محکوم کړي. اووه نورو کسانو ته د عمري بند سزا ورکړل شوې. دغه کسان پر نهو ریل گاډو د بمي بریدونو مسئول بلل شوي چې ۱۸۹ کسان په کې وژل شوي ول او د ۸۰۰ زیات په کې ټپيان ول. تر اوسه پر ۳۰ کسانو په دغه بریدونو کې د لاس لرلو له امله دعوا شوې. له دغو څخه یې ۱۳ پاکستاني وگړي دي.