د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
مېرکل غواړي چې د ماسن موضوع د اوونۍ په پای کې حل کړي
د آلمان د اساسي قانون د څار ادارې د ناندرئيز مشر، هانس ګېورګ ماسن، موضوع د دغه هيواد په ائتلافي حکومت کي برخه وال د سوسيال دموکرات ګوند د مشرې، اندريا نالس، تر بيا ځلې غوښتنې وروسته له سره ارزول کيږي. صدراعظمه انګلا مېرکل د دغې موضوع چټک حل غواړي. هغه له نالس او د مسيحي سوسيال دموکرات ګوند له مشر زېهوفر سره يو ځای د اوونۍ په پای کې لا د حل يوې لارې ته سترګې په لار ده.
په ايران کې پر پوځي پرېډ بريد مرګژوبله اړولې
د ايرن د جنوب لويديځ په اهواز ښار کې پر يوه پوځي پرېډ باندې د بريد د لارې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او نور ډېر ټپيان شوي دي. د دولتي خبري اژانس ايرنا د راپور په حواله څو تنو وسله والو د يوه پارک له خوا پر حاضرو خلکو او چارواکو ډزې پيل کړې. تر اوسه لا کوم چا د بريد مسئوليت منلی نه دی. د ايران د بهرنيو چارو وزير، محمد جواد ظريف، البته «سيمه يز د ترهګرو ملاتړکوونکي او امريکايي باداران يې» مسئول بللي.
د نړۍ د ښځينه خارجه وزيرانو غونډه
په کاناډا کې په اول ځل له ټولې دنيا څخه د بهرنيو چارو وزيرانې سره راټولې شوې دي. د کاناډا د خارجه وزيرې، کريستيا فريلند، او د اروپایي اتحاديې د بهرنيو چارو د مسئولې، فدريکا موګريني په بلنې د ۱۷ مختلفو هېوادونو مخکښې ديپلوماتې په مونترېال کې راغونډې شوې دي. د غونډې په سر کې فريلند وويل چې ښځې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چېلنجونو په رفع کولو کې کليدي رول لوبوي.
په چيلي کې ۲۰ تنه څارګر محکوم شوي دي
په چيلي کې شل تنه پخواني استخباراتي کارکوونکي د ديکتاتورۍ پر وخت د جرمونو له کبله په بند محکوم شوي دي. محکمه دغه خبره تائيد کړه چې د «کوندور عملياتو» پر مهال يې د دولسو کسانو د ورکېدو او لادرکه کېدو مسئوليت لرلی دی. د «کوندور عمليات» په ۱۹۷۰يمو او ۸۰يمو کلونو کې د جنرال اوګوستو پينوچېت تر مشرۍ لاندې د چيلي د پوځي رژيم له خوا د جنوبي امريکا له نورو پوځي حکومتونو سره د مخفي همکارۍ پټ نوم يا شيفر و.
د امريکا او چين تر منځ تجارتي جنګ وځنډول شو
د چين حکومت د «وال ستريت ژورنال» د مجلې په حواله د راتلونکې اوونۍ لپاره له متحده آيالاتو سره پلان شوې تجارتي خبرې اترې لغوه کړې دي. علت يې د ګمرکي تعرفو نوی پړاو ښودل شوی دی چې دغه نوې تعرفې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د اوونۍ په پيل کې وضع کړې وې. له دې مخکې د چين مرستيال لومړي وزير، ليو هې، د امريکا د ماليې وزير، ستيفن منوکين، په بلنه غوښتل چې واشنګټن ته سفر وکړي.
برلين او انقره لا نژدې اقتصادي اړيکې غواړي
آلمان او ترکيه غواړي چې په راتلونکې اوونۍ کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د دولتي سفر څخه ګټه واخلي څو د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي ارتباطات هم وغځول شي. د دواړو هېوادونو د ماليې، اقتصاد او انرژي د وزيرانو تر منځ په برلين کې تر غونډې وروسته داسې وويل شول چې په دې برخه کې به د آلمان له خوا د ترکيې لپاره اقتصادي مرستې مطرح نه شي. د آلمان حکومت په دې ټينګار وکړ چې د ترکيې په اقتصادي ثبات کې علاقه لري.