د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په جلال آباد کې بريد څلور تنه ټپيان کړي
د افغانستان په جلال آباد ښار کې د قابله ګانو په يوه روزنيز مرکز باندې په بريد کې لږ تر لږه څلور تنه ټپيان شوي دي. امنيتي ځواکونو د دغه مرکز ډېری شاګردانې خوندي ځايونو ته انتقال کړي دي. د يوه ځايي چارواکي په حواله د بريد پر وخت تقريبا ۵۰ زده کوونکې په ودانۍ کې وې. په جلال آباد کې د مياشتو راهيسې سخت بريدونه دوام لري. د جولای مياشتې په نيمايي کې لږ تر لږه ۱۱ تنه په يوه ورته بريد کې وژل شوي ول.
اردوغان آلمان ته رسمي دولتي سفر پلان کړی
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د «بيلد» ورځپاڼې د يوه راپور په حواله غواړي چې د سپمتبر مياشتې په پای کې د يوه رسمي دولتي سفر په ترڅ کې آلمان ته راشي. ورځپاڼه په برلين او انقره کې د حکومتي کړيو په استناد دا خبره کوي. په اپريل مياشت کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاينماير ترکيې ته يوه عمومي بلنه ورلېږلې وه.
په مصر کې د اخوان المسلمين غړي په اعدام محکوم شول
په قاهره کې يوې محکمې ۷۵ تنه د اخوان المسلمين غړي په اعدام محکوم کړي دي. په مصر کې د دغه منع شوي سازمان غړو ته په دې اساس په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامپال ولسمشر محمد مرسي، تر پرځونې وروسته په خونړيو احتجاجونو کې د برخې اخيستنې سزا ورکول کيږي. قاضيانو اوس د حکم د تائيد په منظور د مصر لوی مفتي ته خپله پرېکړه وړاندې کړې ده.
د پېړۍ تر ټولو اوږد خسوف وليدل شو
سپوږمۍ تېره شپه د پېړۍ د تر ټولو اوږده خسوف په ترڅ کې د حيرانتيا وړ سور رنګ غوره کړی وو. دغې نادرې طبيعي پېښې ۱۰۳ دقيقې دوام وکړ چې د اروپا، آسيا او شمالي امريکا په ډېرو برخو کې د ليدو وړ وه. د سپوږمۍ تندر نيونه يوازې د بشپړې يا څوارلسمې سپوږمۍ پر وخت ليدل کيږي کله چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ تر منځ قرار نيسي.
ايټاليې د آلماني کډوال ژغورونکو پر وړاندې پلټنې پیل کړې
د ايټاليې په تراپاني ښار کې څارنوالۍ د کډوالو د څه باندې شلو تنو ژغورونکو پر ضد له غيرقانوني کډوالۍ څخه د ملاتړ په تور پلټنې پيل کړې دي. لکه څنګه چې د «دېر شپيګل» مجله خبر ورکوي، په تېره بيا د «بې پولې ډاکترانو» او د «سېف دې چيلدرن» د استازو په وړاندې پلټنې تر سره کیږي. لس تنه تورن کسان د «يُوېنتا» په نوم د ژغورونکې بېړۍ د عملې غړي دي.
پوجدمون غواړي چې د خپلواکۍ له پاره کار ته دوام ورکړي
بېلتون غوښتونکی مشر کارلس پوجدمون، غواړي چې بلجيم ته تر ستنېدلو وروسته په ټوله اروپا کې د هسپانيې د کاتالونيا سيمې د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړي. پوجدمون په بروکسل کې ژورناليستانو ته وويل چې د هغه سفر به تر هغه دوام پيدا کړي څو ټول سياسي بنديان آزاد شوي نه وي او کاتالونيايان د خپلواکۍ د اخيستلو حق ولري بې له دې چې د تاوتريخوالي ګواښ ورته متوجه شي.
څيپراس د ځنګلي اورونو سیاسي مسئوليت ومانه
په اتن کې د کابينې له خوا تر بېړنۍ ناستې وروسته د يونان صدراعظم الکسيس څيپراس د سختو ځنګلي اورونو د ډېرو قربانيانو له پاره سياسي مسئوليت منلی دی. څيپراس وويل چې دغو قربانيانو په نه توجيه وړ او حيرانونکي ډول خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په اروپا کې د ۲۱ پېړۍ له تر ټولو سختې او ډېر عواقب لرونکې اورلګېدنې وروسته اوس د مړو شمېر ۸۸ تنو ته پورته شوی دی.
کردانو د سوريې له حکومت سره موافقه وکړه
د سوريې د کردانو مخکښو استازو د خپلو څرګندونو په حواله له حکومت سره په جګړه ځپلي هېواد کې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو په سر د خبرو کولو موافقه کړې ده. د سوريې د دموکراسۍ شورا «اس دي سي» ويلي دي چې په دې موخه د پلاوو د مقررولو هوکړه شوې ده.