د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
متحده آيالات له آلمانه د ځواکونو پر ايستلو غور کوي
د امريکا د متحده آيالاتو د دفاع وزارت د «واشنګټن پوست» ورځپاڼې د يوه راپور په حواله له آلمان څخه د مېشتو امريکايي ځواکونو د ايستلو په هکله څېړنه کوي. ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په شته انتخابونو کې دا خبره راځي چې د تقريبا ۳۵ زره امريکايي ځواکونه اکثريت بېرته خپل هېواد ته ستون يا دا چې ټول يا يوه برخه يې پولنډ ته ولېږل شي. په حواله يې ترمپ له پوځي مشاورينو سره د ځواکونو د ايستلو مفکوره مطرح کړې.
د پناه غوښتنې په سر اروپايي توافق ته د سي اس يو لومړی مثبت غبرګون
په آلمان کې د پناه غوښتنې په سر د لانجې په ترڅ کې له سي اس يو ګوند څخه هم د پخلاينې غږونه اورېدل شوي. صدراعظمې انګلا مېرکل په يوه سرمشريزه کې له نورو هېوادونو سره د پناه غوښتنې د سياست په برخه کې توافق ته رسېدلې وه. سربېره پر دې د راجيستر شويو کډوالو له پاره د بېرته ورلېږلو پر تړون هم هوکړه وشوه. د سي اس يو يا مسيحي سوسيال ګوند مرستيال، مانفرېد وېبر، وويل چې صدراعظمې «لاسته راوړنه» لرلې ده.
په افريقا کې د پناه د مرکزونو ته د شک په سترګه کتل کيږي
د کډوالۍ د چارو کارپوه، ګېرالد کناوس، د اروپايي اتحاديې د حکومتي مشرانو د هوډ سربېره هم په شمالي افريقا کې د پناه د مرکزونو جوړولو ته د شک په سترګه ګوري. په وين کې مېشت د اروپا د ثبات د ابتکار «اي اس آی» د کمپاين مشر د «دي وېلت» ورځپاڼې ته وويل چې د بروکسل د سرمشريزې بيانيه د ده په خبره «د اروپايي ټولنې معمول نثر دی چې کومې مستقيمې پايلې» نه لري.
مېرکل له ۱۴ هېوادونو د کډوالو د ستنولو په اړه ژمنې اخيستې دي
صدراعظمې انګلا مېرکل د کډوالۍ د بهيرونو د ښه عيار په موخه په شويو خبرو اترو کې له ۱۴ هېوادونو څخه، د کډوالو د چټک ستنولو په برخه کې ژمنې تر لاسه کړې دي. دغه خبره په برلين کې د آلمان د خبري اژانس په حواله له يوه اته صفحه يي ليک څخه څرګنديږي چې صدارعظمې د «اس پي دي» او «سي اس يو» ګوندونو مشرانو ته لېږلی دی. له دې مخې په دغو هېوادونو کې هنګري، چک او پولنډ هم راځي چې تر اوسه د کډوالۍ سياست ته شکمن دي.
په ټوله امريکا کې د ترمپ د کډوالۍ سياست ضد مظاهرې
د امريکا په متحده آيالاتو کې د ټول هېواد په کچه د پراخو مظاهرو په ترڅ کې نن په سلګونو زره کسان غواړي د مکسيکو په سرحد کې د کډوالو کورنيو د بېلولو پر ضد خپله ناراحتي څرګنده کړي. دغه ۶۰۰ لاريونونه به د «کورنۍ بايد يو ځای وي» تر شعار لاندې د امريکا په ۵۰ آيالتونو کې وشي، چې اصلي او مرکزي مظاهره يې په واشنګټن کې کيږي. د ترمپ د کډوالۍ سياست ضد احتجاجونه د نورو هېوادونو په ښارونو کې هم پلان شوي دي.
برسېره کوونکي سنوډن د روسيې حکومت «فاسد» وباله
د ۲۰۱۳ کال راهيسې د روسيې په تبعيد کې ژوند کوونکي امريکايي افشاګر يا برسېره کوونکي، ايدوارد سنوډن، د خپل کوربه هېواد پر سياسي مشرتابه باندې کلکه نيوکه کړې ده. د متحده آيالاتو د استخباراتي ادارې دغه پخواني کارکوونکي د «زيود دويچه» ورځپاڼې په حواله ويلي دي چې «د روسيې حکومت په ډېرو برخو کې فاسد دی». سنوډن د مسکو په يوه هوټل کې د مرکې پر مهال وويل چې د ولسمشر ولاديمير پوتين تګلاره دی سمه نه شي بللی.
تيسن کروپ او ټاټا د همکارۍ تړون لاسليک کړ
په نړۍ کې د فولادو د ډېروالي له کبله سيال شرکتونه، تيسن کروپ او ټاټا ستيل، سره يو ځای کيږي. له څه د پاسه دوو کلنو خبر اترو وروسته يادو آلماني او هندي شرکتونو د فولادو د توليد په برخه کې د يو ځای کېدو تړونونه امضا کړل. په دې ډول په اروپا کې د فولادو دويم لوی شرکت له ارسېلورميتال وروسته ايجاديږي کوم چې ۴۸ زره کارکوونکي، څه د پاسه ۱۷ مليارډه يورو عايدات او په آلمان، بريتانيا او هالنډ کې فابريکې لري.