د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د «آی اف دي» ګوند په برلين کې مظاهره کوي
تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د ښي اړخي عوام پال «آی اف دي» ګوند په زرګونو پلويانو د آلمان په پلازمېنه برلين کې لاريون کړی دی. د براندنبورګ دروازې په شاوخوا کې به د دغه ګوند مشران، يورګ مويتن او الکساندر ګاولند هم خبرې وکړي. په اوس وخت کې په زرګونو خلک د مظاهرې پر ضد د پارلمان د ودانۍ مخکې هم راټول شوي دي. پوليسو تقريبا ۲۰۰۰ مامورين ګومارلي دي چې د مظاهرو امنيت تامين کړي.
اتريش غواړي چې اروپايي پوله ساتونکي افريقا ته ولېږي
د اتريش صدراعظم، زبستيان کورڅ، غوښتنه وکړه چې د اروپايي ټولنې سرحد ساتونکي اژانس، فرونتېکس، ته دې اجازه ورکړل شي، چې د غير قانوني کډوالو پر ضد په اغېزمنه توګه اقدام پورته کړي. کورڅ د «وېلت آم زونتاګ» په ورځپاڼه کې پېشنهاد وکړ چې په دې موخه دې د پوله ساتونکي اژانس په مقرراتو کې تغيير راوستل شي. له دې لارې دې د هغه په خبره د دې مخه ونيول شي چې قاچاقبران د خلکو قاچاق وکړي.
په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو تاريخ مشخص شو
په پاکستان کې به د جولای په ۲۵مه نېټه نوی پارلمان وټاکل شي. دغه خبر ځايي رسنيو د شبنې په ماخوستن ورکړی دی. داسې ويل کيږي چې د پاکستان ولسمشر، ممنون حسين دغه تاريخ تائيد کړی دی چې په ترڅ کې به يې پر ۱۰۵ ميليونو خلکو غږ وشي چې خپله رايه وکاروي. د ملي اسمبلۍ يا ولسي جرګې تر څنګ به څلور آيالتي جرګې هم وټاکل شي. د اوسني حکومت کاري دوره د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته رسيږي.
اردوغان پر ترکانو د ليره د ملاتړ غږ وکړ
وروسته له هغه چې د ترکيې د پولي واحد، ليره، نرخ راکم شوی، اوس ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپلو هېوادوالو باندې د دغو پيسو د ملاتړ غږ کړی دی. اردوغان په جون مياشت کې د پلان شويو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو ته د کمپاين په ترڅ کې وويل چې ترکان دې خپلې د يورو او ډالرو سپما شوې پيسې د ليره په پولي واحد باندې بدلې کړي. ليره د کال د شروع راهيسې د ډالر او يورو په مقابل شل سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی.
بارلي په ټول آلمان کې د پناه د قضيو څېړل غواړي
د آلمان د کډوالو او مهاجرت د چارو په اداره کې د رسوايۍ له کبله د آلمان د عدليې وزيره، کاتارينا بارلي، اوس په ټول هېواد کې د پناه د غوښتنليکونو بيا ارزونه او کنترول غواړي. د سوسيال دموکرات ګوند سياستوالې د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې دا ښايي کمک وکړي څو اعتبار بېرته رامنځ ته شي. د څارنوالۍ په خبره د مهاجرت د ادارې د برېمن په څانګه کې خلکو ته بې له دې چې کافي دلايل موجود وي پناه ورکړل شوې.
د نيکاراګوا په احتجاجونو کې بيا خلک مړه شوي
په نيکاراګوا کې د پراخو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونو تنو د ولسمشر، دانيل اورتېګا، او د هغه د مېرمنې او مرستيالې ولسمشرې، روساريو موريلو استعفا غوښتې ده. په دې ترڅ کې حکومت ته له وفادارو ډلو سره نښتې هم شوې دي، چې د پوليسو په حواله پکې اته تنه وژل شوي دي. په نيکاراګوا کې د اوونيو راهيسې د تقاعد په پيسو کې د کموالي له کبله احتجاجونه روان دي.