د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
سعودي عربستان له اسراييلو سره د مناسباتو عادي کیدل غواړي
د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان یو حیرانونکئ گام اخيستی او د اسراييلو د موجودیت د حق د په رسمیت پیژندلو وعده یې کړې ده. هغه امریکايي مجلې «دَ اتلانتیک» ته ویلي دي، چي فلسطينان او اسراييلیان د یوه دولت د درلودلو حق لري، خو ضرور ده، چي د دواړو خواو ترمنځ د سولي یو تړون امضأ سي، تر څو د ټولو له پاره ثبات ډاډمن او عادي مناسبات رامنځته سي.»
نيتانياهو له م.م. سره د افریقايي مهاجرو د ناقلیدو پلان لغو اعلان کړ
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نيتانياهو د ملګرو ملتو د مهاجرو د عالي سازمان (UNHCR) سره د په زرونو افریقايي مهاجرو په خاطر معامله سوی د ناقلیدو پلان په قاطع ډول سره لغؤ اعلان کړ. ددغه تړون پر اساس باید ۱۶۲۵۰ افریقايي مهاجرين په غربي هیوادونو کي ناقل سوي وای. ددغي موافقې پراساس باید نور ۱۶۰۰۰ افریقايي مهاجرين د مؤقت وخت له پاره په اسراييلو کي پاته سوي وای.
د ملگرو ملتو یو هيئت غواړي برما ته سفر وکړي
د ملگرو ملتو د امنیت شورأ نمایندگان غواړي په برما او بنگله دیش کي له روهنگيا مسلمان اقلیت سره د شخړي یو تصویر واخلي. په ملگرو ملتو کي د پیرو سفیر او د امنیت شورأ اوسني رییس، گوستاوو میزا کودرا، چي هیواد یې په دغه میاشت کي د امنیت شورا ریاست پرغاړه اخیستئ دی وویل، چي دغه هيئت به په همدا اپریل مياشت کي لا سفر وکړي.
پوتین له اردوغان سره د سوریې د داخلي جنگ په باب خبري کوي
ولاديمير پوتين د ترکيې په پایتخت انقره کي له جمهوررييس رجب طيب اردوغان سره د مشورو له پاره ملاقات لري. د کرملین د معلوماتو پراساس به دواړه خواوي له ترهگرۍ سره د مبارزې پرگډ عمل او لارو چارو باندي خبري وکړي. د چهارشنبه په ورځ به بیا په انقره کي د سوریې د بحران په هکله یوه سرمشریزه جوړیږي، چي د ایران جمهوررييس حسن روحاني هم برخه پکښې اخلي.
د مهاجرو د بیرته تگ پروگرام مالي تقویه
د جرمني د پراختيايي چارو وزیر گېرد مویلر په نظر باید د مهاجرو د بیرته تگ پروگرام ډیر پراخ سي. د سوسيال مسیحانو اتحاد دغه سیاستمدار، د آلمان خبري آژانس dpa ته ویلي دي، چي د «وطن د راتلونکې» په نامه پروگرام ته باید په اینده کي ۵۰۰ ميلیونه یورو اختصاص سي. تر اوسه پوري ددغه پروگرام له پاره، چي له ۲۰۱۷م کال راهیسي جریان لري، يوازي ۱۵۰ميلیونه یورو په نظر کي نیول سوي دي.
د ریل گاډو د اصلاحاتو پرضد اعتصاب د فرانسې د ریلونو ترانسپورټ فلج کړی
په فرانسه کي د ریل گاډو د پلان سوو اصلاحاتو پرضد اعتصاب د ریلونو په ترانسپورټ کي سخته گډوډي رامنځته کړې ده. د ریلونو دولتي شرکت، SNCF خبر ورکړی دی، چي د ریلونو تر درې پرڅلورمه برخه زیاتو چلونکو غوښتل نن سه شنبه په اعتصاب کي گډون وکړي. په لیني ترانسپورټ کي بیا په متوسط ډول هر پنځم ریل حرکت کوي. دغي شخړي ته له جمهوررييس ایمانوییل ماکرون سره د مهمي قدرت ازمویني په سترگه کتل کیږي.