د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
اردوغان: عفرين د ترکانو تر کنترول لاندې دی
د ترکيې اردو د ولسمشر، رجب طيب اردوغان په حواله د سوريې په شمال لويديځ کې د عفرين مرکز نيولی دی. اردوغان وويل چې د ترکيې او د «آزاد سوريايي پوځ» بيرغونه اوس په دغه ښار کې رپيږي. د ترکيې پوځ هم اعلان کړی دی چې د عفرين ښار مرکز د هغوی په کنترول کې دی. پوځ زياته کړې چي اوس به دغه سيمه له ماينونو او بمونو څخه پاکه شي.
روسان نن خپل ولسمشر ټاکي
د روسيې په ولسمشريزو ټاکنو کې برحاله ولسمشر، ولاديمير پوتين، په مسکو کې خپله رايه ورکړې ده. پوتين وويل چې هغه ته بې تفاوته ده چې بريا ورته په کومه سلنه په لاس ورځي. د هغه په خبره به هغه په هر ډول نتيجې راضي وي چې ورته اجازه ورکوي د ولسمشر دنده سر ته ورسوي. د پوتين اووه تنه رقيبان ښايي هيڅ چانس ونه لري.
د چين حکومتي مشر لي کېکيانګ هم تائيد شو
د چين ولسي کنګرې حکومتي مشر لي کېکيانګ په خپله وظيفه کې تائيد کړی دی. استازو د کلنۍ غونډې پر وخت دغه ۶۲ کلن مشر ته رايه ورکړه. يوه ورځ مخکې ولسمشر، شي جينپينګ د څه کم ۳۰۰۰ استازو له خوا د رايو په اتفاق سره ټاکل شوی و. صدراعظم لي د حکومت بر چارو باندې يوازې محدود نفوذ لري ځکه چې ولسمشر شي د لسيزو راهيسې په چين کې تر ټولو قدرتمن سياستوال دی چې په خپلو وفادارو کسانو باندې يې مهمې چوکۍ وېشلې دي.
اسرائيلي جنګي الوتکو په غزه کې هدفونه په نخښه کړل
د اسرائيلي پوځ په حواله هغوی د تندلارې حماس ډلې يو سرحدي تونل د غزې په تراړه کې له منځه وړی دی. د پوځ يوه وياند وويل چې حماس غوښتل چې دغه په ۲۰۱۴ کال کې ويجاړ شوی تونل بېرته فعال کړي، څو په اسرائيل باندې بريدونه وکړي. سربېره پر دې هوايي ځواک د فلسطينيانو په سيمو کې د سرحدي کټارو په اوږدو کې د يوې چاودنې وروسته حمله کړې ده. په دواړو ماموريتونو کې چا ته زيان نه دی اوښتی.
د يونان مخکې ۱۶ کډوال ډوب شوي دي
د اژې په سمندر کې د کډوالو د يوې کښتۍ په ډوبېدلو سره لږ تر لږه ۱۶ انسانان وژل شوي دي. د يونان د پوليسو په حواله د اګاتونيسي په نوم ټاپو مخکې په دغه پېښه کې نور کسان لا بې درکه هم دي. د ايرت په نوم چېنل په حواله د قربانيانو په منځ کې شپږ تنه ماشومان هم راځي. د ترکيې د پولې په اوږدو کې د يوه ټکر له امله دوه نور کډوال هم وژل شوي دي.
په پاکستان کې دوه واکسين کوونکي په ډزو وژل شوي
په پاکستان کې يو ځل بيا دوه تنه واکسين کوونکي وژل شوي دي. ځايي چارواکو ويلي دي چې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين د يوه ټيم دوه غړي د افغانستان پولې ته نژدې په يوه کمين کې په ډزو وژل شوي دي. دغه بريد د مومندو په سيمه کې وشو. په تېرو وختونو کې هم وار په وار تندلارو اسلامپالو کسانو د پوليو د واکسين پر ډلو باندې بريدونه کړي ول. په دغسې پېښو کې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر راهيسې څه باندې سل تنه وژل شوي دي.
بريتانيا ته د کيمياوي وسلو کارپوهان ورځي
په بريتانيا کې د زهرجن ګاز په واسطه د شوي بريد څخه دوه اوونۍ وروسته د کيمياوي وسلو د منع کولو د پلوي سازمان «او پي سي ډبل يو» کارپوهان دغه هېواد ته ورځي. هغوی به د دوشنبې په ورځ د اعصابو د هغو زهرو په هکله پلټنې شروع کړي چې د پخواني جاسوس، سرګي سکريپال او د هغه د لور يوليا پر ضد استعمال شوي ول. د بريتانيې د بهرنيو چارو د وزارت په خبره دغه مواد په معتبرو نړيوالو لابرواتورونو کې څېړل کيږي.
د برکسيټ پلاوي د وخت له قلت څخه خبرداری ورکړ
له بروکسل سره ورو مخ ته تلونکو د برکسيټ په هکله خبرو اترو د بريتانيا د پارلمان د غړو په منځ کې اندېښنې راپارولي دي. د برکسيټ د پلاوي په نوي راپور کې ويل شوي دي چې لويه بريتانيا ښايي له اروپايي اتحاديې څخه د دغه هېواد وتل وځنډوي. علت يې دا ښودل شوی چې په ځينو مرکزي پوښتنو کې لکه د بريتانيې د شمالي ايرلنډ او د ايرلنډ د جمهوريت تر منځ د سرحد د پرانيستوالي په هکله لا ډېر لږ پرمختګونه شوي دي.