د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په قبرس کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو پيل شو
په قبرس کې رايه ورکوونکي نن د ټاکنو په دويم پړاو کې د ولسمشرۍ په سر رايې اچوي. محافظه پال اوسني ولسمشر، نيکوس اناستاسيادس، د کيڼ لوري سياستوال، ستافروس مالاس، په مقابل ولاړ دی. د انتخاباتو په اول پړاو کې اناستاسيادس ۳۵،۵ سلنه رايې اخيستې وې، پخواني د روغتيا وزير، مالاس، ۳۰ سلنه رايې خپلې کړې وې. په ۵۵۰ زرو قبرسيانو باندې د رای ورکولو غږ شوی دی، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ دوره پنځه کاله دوام کوي.
اروپايي ټولنه د لويديځ بالکان د هېوادونو غړيتوب چټکوي
په بروکسل کې ناست د اروپايي ټولنې کميسيون قصد لري چې د لويديځ بالکان د شپږو هېوادونو د غړي کيدو پروسه چټکه کړي. اروپايي کميسيون د «دي وېلټ» ورځپاڼې په حواله په يوه سند کې ليکي چې «د لويديځ بالکان د هېوادونو غړيتوب د اروپايي ټولنې له سياسي، امنيتي او اقتصادي علايقو سره سمون لري.» دغه هېوادونه سربستان، مونته نېګرو، مقدونيه، بوسنيا هرزګوينه، البانيا او کاسوو دي.
آلمان: د لوی ائتلاف په سر د خبرو وروستی پړاو
په آلمان کې د مسيحي دموکرات ګوند سياستوال، ميشايل ګروسه بروېمر، د ائتلافي خبرو اترو مثبته نتيجه اخيستې ده. د اتحادي ګوندونو د پارلماني فراکسيون اجرائيوي مشر، له سوسيال دموکرات او مسيحي سوسيال دموکرات ګوندونو سره د همغږې شوې بيانيې په ترڅ کې وويل چې ائتلاف تړون شکل نيسي. ګروسه بروېمر زياته کړه چې د درو واړو ګوندونو تر منځ چمتووالی موجود دی څو دغه خبرې اترې بريالۍ وخيژي او «مهالوېش هم مراعات» شي.
په کورزيکا کې د ماکرون تر رسېدنې مخکې مظاهره وشوه
د فرانسې د ولسمشر، امانويل ماکرون، له خوا کورزيکا ته د ورتګ تر مخه په زرګونو ملتپالو کسانو د مديترانې د دغه ټاپو د زياتې خپلواکمنۍ له پاره مظاهره کړې ده. په مرکز اژاکيو کې د لاريون پر مهال شعار «دموکراسي او د کورز ولس له پاره احترام» ټاکل شوی و چې شاوخوا ۲۵ زرو انسانانو په دغه مظاهره کې ګډون وکړ. چارواکو البته يوازې له ۶۰۰۰ مظاهره چيانو څخه خبرې کولې.
کوتبوس کې په سلګونو خلکو د سوله يز ګډ ژوند غوښتنه وکړه
د جرمني په کوتبوس ښار کې په سلګونو خلکو د سوله يز ګډ ژوند په پلويتوب مظاهره وکړه. د «بې غوسې ژوند» تر شعار لاندې د ډېرو کډوالو په شمول دغه کسان د ښار په مرکز کې وګرځېدل. د براندنبورګ په نوم د فعالانو اتحاديې دغه لاريون ته بلنه ورکړې وه. پوليسو دقيقې شمېرې خپرې نه کړې، خو د نازيانو ضد اتحاديې چې لاريون يې رابللی و، له ۲۰۰۰ ګډونوالو څخه خبرې کولې.
وار په وار ډېر ايرانيان د پوړني مکلفيت ردوي
د ايران د ولسمشرۍ د دولتي ادارې د يوه راپور په حواله د هغو ايرانيانو شمېر په ډېرېدو دی چې د ښځو له پاره د پوړني د مکلفيت پر ضد نظر لري. دغه اداره وايي چې د دغه قانون په وړاندې زياتېدونکی مقاومت د دغه اسلامي هېواد له پاره د اندېښنې وړ دی. په ايران کې د ۱۹۷۹ کال د انقلاب راهيسې ښځې او نجونې چې عمرونه يې له نهو کلونو څخه ډېر وي، مکلفې دي چې په عامه محضر کې پوړنی په سر کړي.