د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ باندې تر ټولو ستر بمي برید
د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د ننګرهار ولایت د اچین پر ولسوالۍ باندې د ستر غیر اټومي بم تر غورځولو وروسته، د افغانستان د ملي دفاع وزارت په حواله د دې برید په پایله کې د داعش ترهګرې ډلې ۳۶ جنګیالي وژل شوي دي. د دې وزارت د خپرې شوې اعلامیې په اساس، په دې پیښه کې هیڅ ملکي تلفات نشته خو ترځمکې لاندې د داعش ډلې تونلونه تخریب شوي دي.
چین د شمالي کوریا د کړکیچ له دخیلو خواوو د زغم غوښتنه کړې
د شمالي کوریا د اتومي او توغنیدو د پروګرامونو پر سر د کړکیچ له امله، چین د دې حالت د ډیر خرابوالي په هکله خبرداری ورکړی او په اړوندو خواوو یې د زغم او له احتیاط څخه د کار اخیستو لپاره غږ کړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت وانګ یي په پیکنګ کې له خپل فرانسوي سیال ژان مارک ایرو سره له کتنې وروسته وویل چې مخکې له دې چې حالات له کنټروله ووځي، چین د متقابلو پارونو او تهدیدونو د پای ته رسولو غوښتونکی دی.
د سوریې له محاصره ښارونو زرګونه کسان ایستل شوي
د سوریې د حکومت او یاغیانو ترمنځ تر توافق وروسته، زرګونه ملکي کسان د څلورو محاصره شوو ښارونو څخه خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. بلې خواته بیا د مضایا او زبداني له ښارونو څخه تقریبا ۶۰ بسونه چې ۲۳۰۰ کسان پکې سپاره وو، نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. په عین وخت کې د یاغیانو تر ولکې لاندې فوعه او کفرایا ښارونو څخه تقریباً په ۷۵ نورو بسونو کې چې ۵۰۰۰ کسان کیږي نورو خوندي ځایونو ته ایستل شوي دي.
په فلیپین کې ۱۴ کسانو ځانونه په صلیب ځړولي
د عیسویانو د ایستر د اختر چې په عربې ورته «یوم القیام» هم وايي، په مناسبت نن د جمعې په ورځ ۱۴ کسانو په فلیپین کې ځانونه په صلیب وځړول. د یوم القیام د لمانځنې لومړې ورځ د عیسویت په دین کې د یوم الآم په نامه یادیږي چې حضرت عیسی پر صلیب ځوړول شوی دی. دغه ورځ په ټولې مسیحی نړۍ کې لمانځل کیږي. د حضرت عیسی د صلیب په یادون په فلیپین کې ځینی مذهبی خلک هم ځانونه ځوړندوی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر: بشارالاسد دروغجن دی
د فرانسې دبهرنو چارو وزیر، ژان مارک آیرو د سوریې پر ولسمشر بشار الاسد باندې تور پورې کړی چې د کیمیاوي ګازونو په هکله یې دروغ ویلي دي. آیرو چې اوسمهال له چین څخه لیدنه کوي همدا راز ټینګار وکړ چې په دې هکله د اسد څرګندونې دروغ او پروپاګند دی. بشار الاسد تر دې مخکې ویلي وو چې د سوریې د خان شیخون په ښار باندې د کیمیاوي موادو برید دروغ دي او سوریې تر دې مخکې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې سپارلي دي.
ترکي رسنۍ: پولیسو د یوه خونړي ترهرګیز برید مخنیوی کړی
د ترکیې د انادولو خبري آژانس د رپوټ په حواله، د ترکیې پولیسو د اسلامي دولت یا داعش ډلې پنځه تورن پلویان نیولي دي. ویل کیږي چې دې کسانو د یکشنبې ورځې د ټولپوښتنې پرمهال د یوه ستر ترورسیتي برید پلان طرح کړی وو. ترکیه د یکشنبه په ورځ د اساسي قانون او له پارلماني نظام څخه ریاستي نظام ته د بدلون په هکله یوه ټولپوښتنه تر سره کوي. دغه ټولپوښتنه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کیږي.