د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
ملګرو ملتونو پر یو پخواني ټوپکسالار بندیزونه لیرې کړل
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ګلبدین حکمتیار وضع شوي بندیزونه لغو کړل. له دې مخکې د افغانستان حکومت له حکمتیار سره د سولې د یوې توافقنامې په تړاو کې له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې پر حکمتیار او د هغه پر حزب باندې وضع شوي بندیزونه له منځه یوسي. په داسې حال کې چې حکمتیار د افغانستان په اوسنیو شخړو کې ډیر مهم رول نه درلود خو د ۱۹۹۰ کلونو په کورنیو جګړو کې هغه د جګړې یو له مهمو څیرو څخه وو.
د پاریس د بریدګر هویت معلوم شو
د پاریس یو څارنوال په یوه خبري ناسته کې وویل چې د فرانسې په پایتخت پاریس کې بریدګر احتمالا ۲۹ کلن مصري وګړی دی، چې په متحده عربي اماراتو کې یې ژوند کوو. هغه همدا راز زیاته کړه چې د برید کوونکي هویت تر اوسه پورې په «رسمي توګه» نه دی تایید شوی. د جمعې په ورځ له غرمي مخکې یې پر څلورو سرتیرو برید وکړ. له سرتیرو څخه یوه کس هغه په ډزو په نښه کړ او په سخت ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوی دی.
یو ځل بیا له مدیترانې څخه نږدې ۱۷۰۰ پناه غوښتونکي ژغورل شوي
خیریه سازمانونو د سیسلي له کانال څخه تقریباً ۳۰۰ پناه غوښتونکي ژغورلي دي. د دې ترڅنګ د جمعې په ورځ د لیبیا ساحل ته نږدې ۱۳۰۰ نور پناه غوښتونکي په څو کښتیو کې هم ژغورل شوي وو. په عین حال کې د قبرس پولیسو هم د ۹۳ نورو پناه غوښتونکو د ژغورنې خبر ورکړی دی.
ایران د ستر پوځي تمرین په ترسره کولو د امریکا بندیزونو ته غبرګون وښود
ایران د یو لړ سترو پوځي تمرینونو په ترسره کولو سره د امریکا د متحده ایالاتو لخوا وضع شوو بندیزونو ته غبرګون وښود. د ایران د پاسدرانو سپاه څرګنده کړې چې په دې پوځي مانور کې بیلابیل توغندي شامل وو. له هغې وروسته چې ایران په دې وروستیو کې یو بالستیک توغندی وازمویو، د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو پر دې هیواد تازه بندیزونه وضع کړل. په دې بندیزونو کې ۲۵ شرکتونو او کسان شامل دي.
په ټوله نړۍ کې نږدې ۹ میلیونه کسان د سرطان له امله مري
د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له دولتونو څخه د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې او تشخیص له پاره د ډیرو پیسو غوښتنه وکړه. دغه سازمان د سرطان د نړیوالې ورځې په مناسبت په جینو کې ویلی دي چې په وخت سره د سرطان تشخیص او درملنه کولای شي په دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوندي پاتې کیدو امکانات ډیر کړي. د یاد سازمان په حواله په ټوله نړۍ کې په کلني ډول ۹ میلیونه انسانان د سرطان له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د امریکا ډیموکراتانو د بنن پر ګمارنې اعتراض کړی
او وروستی خبر دا چې د امریکا د متحده ایالاتو د پارلمان ۵۰ غړو، د دې هیواد ولسمشر دونلد ترمپ ته د یو لیک په استولو سره د استیف بنن چې یو ښي لاسی افراطي دی، د دې هیواد د ملي امنیت د شورا د مشر په توګه د ټاکنې په هکله اعتراض کړی. دموکراتانو د امریکا پارلمان او همدا راز د سنا استازو ته د یوه نوي قانون طرحه وړاندې کړه چې هدف یې د ملي امنیت له شورا څخه د استیو بنن لیرې کول وو.
په امریکا کې یوه قاضي د ترمپ لخوا د سفر د ممنوعیت فرمان ځنډولی
د متحده ایالاتو د واشنګټن ایالت د سیاتل په ښار کې یوه ایالتي قاضي، د دولند ترمپ لخوا امریکا ته د ۷ مسلمانو هیوادونو د وګړو د بندیز فرمان، په موقت ډول ځنډولی دی. دغه فرمان ترهغه وخته پورې اجرايي دی چې د واشنګټن د ټول ایالت د څارنوال، باب فرګوسون د اقامې دعوا په هکله فیصله وشي. فرګوسون د دغې موقتي پریکړې هرکلی کړی.