د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
لویې څارنوالۍ له فیفا د شواهدو د سپارلو غوښتنه کړې
لویې څارنوالۍ له فیفا څخه د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو له لوري د ورکړل شوو شواهدو غوښتنه وکړه. د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۱۶ نیټه) د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د فوټبال له نړیوال سازمان یا فیفا څخه د افغان ښځینه فوټبالرانو له لوري د جنسي ځورونې په هکله دوی ته ورکړل شوو اسنادو او شواهدو د سپارلو غوښتنه وکړه.
آلمان غواړي د یو شمیر ځانګړو پناه غوښتونکو ټولنیزې مرستې کمې کړي
د آلمان ایالتونه غواړي چې د هغو کسانو په ټولنیزو مرستو کې کمښت راولي چې تر دې مخکې یې د اروپايي ټولنې په بل هیواد کې د پناه غوښتنه کړې وي. د «ویلت ام زونتاګ» په نامه ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي چې د آلمان د شپاړسو ایالتونو لومړي وزیرانو په دې هکله د یوه مشخص قانون د وضع کولو غوښتنه کړې ده. که چیرته دغه اقدام عملي شي، په آلمان کې میشت د ټولو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو پر دریمه برخه یې اغیزمن شي.
آلمان کې ښايي د ترهګرۍ قربانیانو ته لا ډیرې او چټکې مرستې ورکړل شي
د رپوټونو له مخې ښايي تر دې وروسته په آلمان کې د ترهګریزو بریدونو قربانیان په ښه توګه او لنډه موده کې تاوان ترلاسه کړي. د «ټاګیس شپیګل» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼي په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې د آلمان فدرالي حکومت غواړي چې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د تاوان په برخه کې د قانون اصلاحات عملي کړي.
د شتراسبورګ د تورن بریدګر د کورنۍ غړي له بنده آزاد شوي
د فرانسې په شتراسبورګ ښار کې تر ترهګریز برید وروسته، د تورن بریدګر کس د کورنۍ څلور غړي د پولیسو له توقیف څخه آزاد شوي دي. د فرانسې رسنیو د دې هیواد د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې ویلي چې په دې کسانو کې د تورن بریدګر کس مور او پلار او د ۲۹ کلن بریدګر دوه وروڼه هم شامل دي. زیاته شوې ده چې د نوموړي بریدګر درې تنه نور خپلوان لا هم د پولیسو په بندې کې دي.
د نړیوال اقليمي کنفرانس ګډونوال توافق ته ورسیدل
د شنبې په ماښام د پولنډ په کاتوويڅ ښار کې د نړيوال اقليمي کنفرانس ګډونوالو د پاريس د اقليمي تړون د عملي کولو پر مشخصو تدابيرو هوکړه وکړه. د نورو ټکو تر څنګ په دغه سرمشريزه کې د دې له پاره چې د هېوادونو تر منځ د اقليم د ساتنې او ژغورنې هڅې د مقايسې وړ وګرځي، د کاربن ډای اکسايډ ګاز د کچې د تعيينولو او اندازه ګيرۍ پر معيارونو او د شفافيت پر مقرراتو باندې توافق وشو.
په فرانسه کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ بیا اخ او ډب شوی
د رپوټونو په حواله په ټوله فرانسه کې د ژیړو واسکټونو په نامه په تازه اعتراضونو کې شاوخوا ۶۶ زره کسانو ګډون کړی وو. دغه شمیر د تیرې اونۍ د اعتراض کوونکو له شمیر څخه کم دی. د فرانسې په شانزه لیزه سړک باندې یو ځل بیا د امنيتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د اخ او ډب په پایله کې امنیتي ځواکونه اړ شوي چې له اوښکې بهوونکي ګاز او اوبو شیندلو څخه کار واخلي.