د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
اروپايي ټولنې د بریګزیت تړون لاسلیک کړ
تر کابو دوه کاله بحثونو او جنجالونو وروسته، بلاخره نن د یکشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو مشران د بلجيم په پلازمینه بروکسل کې راټول شوي وو او له دغې ټولنې څخه یې د بریتانیا د وتلو یا بریګزیت تړون لاسلیک کړ. د تړون تر لاسلیک کیدو وروسته، اوس د بریتانیا لومړۍ وزیره تیریزا مې اړ ده چې دغه سند د خپل هیواد د پارلمان له لوري هم تائید کړي څو عملي بڼه غوره کړي.
روسیې د سوریې پر یاغیانو باندې د کیمیاوي برید تور پورې کړی
د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې په سوریه کې یاغیانو داسې توغندي توغولي چې د کلور په نامه له کیمیاوي ګازو ډک وو. د رپوټونو په اساس د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ تنه د مسمومیت له کبله تر درملنې لاندې دي. دغه برید د سوریې د ادلیب ولایت ته څیرمه د جوړې شوې غیر نظامي او حايلي سیمې څخه شوی چې د النصره جبهې د یاغیانو په کنترول کې ده.
روسي الوتکو په سوریه کې د کیمیاوي برید په ځواب کې د یاغیانو سیمې بمبار کړي
د روسیې دفاع وزارت لږه شېبه مخکې ویلي چې د دوی جنګي الوتکو د هغو یاغیانو چې مسکو د کيمياوي بريد له پاره مسئول ګڼل، په هغوی پورې اړوندې سیمې بمبار کړې دي. روسي خبري آژانسونو د تورن جنرال ایګور کوناشینکوف په حواله ویلي چې روسي الوتکو ټول هدفونه له منځه وړي او دا چې روسیې تر بریدونو وړاندې ترکیې ته د یوې تلیفوني اړیکې له لارې د برید په هکله خبر ورکړی وو.
له ۲۰۰ څخه زيات مهاجر د ایټالیا سیسلي ټاپو ته رسیدلي دي
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ټولو ۲۳۶ مهاجرينو په ډله کې شاوخوا ۵۰ میرمنې او اته شیدې خوړونکي ماشومان شامل دي. زیاته شوې چې دغې ټاپو ته رسیدلي تقریباً ټول مهاجرین د افریقايي هیواد ایریتریا اتباع دي. د ایټالیا د چارواکو په حواله، یوازې میرمنو او کوچنیانو ته يې د ایټالیا خاورې ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوې ده.
په موزمبیق کې د اسلامپاله سخت دریځو برید په لسهاوو تنه وژلي
د موزمبیق په شمال کې احتملاً د يوې اسلامپاله ډلې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. د دې هیواد پولیسو خبر ورکړی چې دغه برید د جمعې په ورځ شوی دی او دا چې د برید زیاتره قربانیان میرمنې او ماشومان دي. د تیر یوه کال راهیسې اسلامپاله افراطي ډلې د موزمبیق په شمال کې په تر ټولو لیرې پراته په کابو دلګادو ایالت کې ترهګریز فعالیتونه کوي.
ماکرون په فرانسه کې تر اعتراضونو وروسته بې تنظمي غندلې
د فرانسې ولسمشر په یوه ټویټري پیغام کې د امنیتي ځواکونو، خبریالانو او نورو پر وړاندې د خشونت پیښې غندلي دي او وایي چې دغه راز بې نظمي په فرانسه کې ځای نه لري. په دې لاریونونو کې مخ پټو کسانو، د سړک د غاړې چوکۍ ویجاړې کړې او د تیږو په غورځولو سره یې سړکونه تړلي وو. په ټوله فرانسه کې د نفتو او خوراکي توکو د بیو د لوړوالي پر ضد په دغو اعتراضونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ګډون کړی دی.
رپوټونه: امریکا او مکسیکو د پناه غوښتنې په برخه کې توافق کړی
د رپوټونو په اساس، د امریکا متحده ایالاتو حکومت د مکسیکو له راتلونکي حکومت سره د پناه غوښتنې پر قواعدو توافق ته رسیدلی دی. د واشنګټن پوسټ په نامه امریکايي ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالاتو د محکمو له لوري د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې پرمهال به، دغه پناه غوښتونکي په مکسیکو کې پاتې شي.