د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په آلمان کې یوه افغان دپلومات د پناه غوښتنه کړې
د آلماني رسنیو په حواله يوه لوړپوړي افغان دپلومات په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. زود دويچه څایتونګ د شنبې ورځې په ګڼه کې د آلماني چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دغه سړي د اکتوبر مياشتې تر پايه پورې په آلمان کې د افغانستان په يوه ديپلوماتيکه نمايندګي کې کار کړی. د قونسل په صفت د خپلې کاري دورې په پای ته رسیدو سره هغه کابل ته البته ستون نه شو، بلکې د پوليسو په يوه مرکز کې يې پناه وغوښتله.
په هرات کې یو ولسوال په خپل دفتر کې چاودنې وژلی
چارواکي وايي چې د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. جیلاني فرهاد، د هرات د والي ویاند، د پیښې په تړاو رسنیو ته ویلي چې د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال امیر هفت بلا نن د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته په یوه بمي برید کې ووژل شو. د نوموړي په وینا په دې پیښه کې دوه تنه نور چې د هفت بلا دفتر ته د ملاقات له پاره راغلي وو، ټپیان شوي دي.
امریکا د یمن د جګړې له پاره د سعودي الوتکو ته په هوا کې تیل نه ورکوي
د رپوټونو له مخې امریکا د یمن په کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان او متحدینو جنګي الوتکو ته په هوا کې د تیلو رسولو لړۍ دروي. د اس. پي. اې په نامه د سعودي عربستان خبري آژانس ویلي چې سعودي عربستان اوس په داسې یوه موقف کې دی چې د خپلو الوتکو د سون توکي په خپله ورسوي او دا چې پر دغه پریکړه له امریکا متحده ایالاتو سره په ګډه شوې ده.
چین د آلمان په پارلمان کې د ایغور لږکیو د بشري وضعیت په اړه پر بحثونو انتقاد کړی
په برلین کې د چین سفارت پر خپله انترنت پاڼه د چین په شین جیانګ ایالت کې چیرته چې ایغور مسلمان اقلیت میشت دی، د دوی د بشري وضعیت په هکله د آلمان په پارلمان کې د بحث پر موضوع د انتقاد ترڅنګ لیکلي دي چې د چین لوری له دې کبله ډیر ناراضه دی او د آلمان پر پارلمان او حکومت باندې په ښکاره توګه انتقاد کوي. چین زیاته کړې چې د آلمان د پارلمان تورونه بې اساسه دي او دغه څه د چین په داخلي چارو کې مداخله ده.
د آسترالیا د میلبورن ښار د چړې بریدګر د ترهګر په توګه پیژندل شوی
د آسترالیا په ملبورن کې د چړې په واسطه تر خونړي برید وروسته، د آسترالیا حکومتي ادارې په دې باور دي چې دغه برید تروریستي انګیزه درلوده. د آسترالیا پولیسو رپوټ ورکړی چې سومالیايي بریدګر له دې وړاندې د خطرناک سخت دریځي په توګه پیژندل شوی وو. د معلوماتو له مخې دغه کس په ۲۰۱۵م کال کې آسترالیايي پاسپورت له لاسه ورکړی وو.
ترمپ او ماکرون د خاشقجي د قتل په هکله په لا ډیر وضاحت ټینګار کړی
دونالد ترمپ د فرانسې په رسمي بلنه دغه هیواد ته رسیدلی او له ولسمشر امانویل ماکرون سره یې د خبرو پرمهال وویل چې دواړو لورو په دې توافق کړی چې د سعودي عربستان چارواکي دې د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي په تړاو لا ډیر حقایق وړاندې کړي. سربیره پر دې په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو مشرانو همدا راز توافق کړی چې د خاشقجي د وژل کیدو پیښې ته باید اجازه ورنه کړل شي چې منځنی ختیځ بې ثباته کړي.