د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په امستردام کې د افغان بریدګر په لاس ټپیان امریکایان دي
د امستردام پولیسو ویلي چې د تیرې ورخې د چړې بریدګر ۱۹ کلن افغان دی او د آلمان اقامه لري. هالندي چارواکي وايي چې دوی له آلمان سره له نږدې کار کوي څود دغه برید انګیزه معلوم کړي. پولیسو ویلي چې پلټنې ښيي چې داسې جدي شک نه لیدل کیږي چې بریدګر دې له ترهګرو سره اړیکي ولري. نن رسنیو رپوټ ورکړی چې په دې برید کې دواړه ټپیان شوي کسان د امریکا اتباع دي او د امریکا سفیر هم د دې خبرې پخلی کړی دی.
د سوسیال دموکرات ګوند مشرې د معاشونو د لوړلو غوښتنه کړې
د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند مشره اندريا نالس غواړي چې په آلمان کې دې معاشونه لوړ شي چې له دې سره ښايي حد اقل معاش هم ډېر کړای شي. نالس د «دېر شپيګل» مجلې ته وويل چې بايد په تېره په وړکتونو او د زړو خلکو د پالنې په ځايونو کې کارکوونکو ته زيات معاش ورکړل شي. نالس دا وړانديز هم وکړ چې د اړتيا په صورت کې دې حد اقل معاش هم له سره تعيين او تر دولسو يورو ته لوړ شي.
اندونیزیا د ۲۰۳۲م کال د اولمپیک سیالیو د کوربتوب غوښتنه کړې
اندونيزيا غواړي چې د ۲۰۳۲ کال د المپيک د دوبنيو لوبو کوربتوب وکړي او د دې کار له پاره يې ځان نوماند کړی دی. توماس باخ، يعنې د المپيک د نړيوالې کميټې رئيس د دې استقبال کړی دی. د المپيک راتلونکې دوبنۍ لوبې په ۲۰۲۰ کال په توکيو کې تر سره کيږي. په ۲۰۲۴ کال کې د المپيک لوبې په پاريس او په ۲۰۲۸ کال کې په لاس انجلس کې تر سره شي.
م. م فلسطین ته د امریکا د مرستو پر بندولو انتقاد کړی
د ملګرو ملتونو له خوا له فلسطينيانو سره د مرستې ادارې (يو ان ار ډبل يو آی) د متحده آيالاتو له لوري د مرستو بندولو ته تاسف څرګند کړی او په عين وخت کې يې د متحده آيالاتو انتقادونه هم رد کړي دي. عمومي مدير، پير کراهنبويل ويلي چې دغه اداره په سيمه کې د ثبات په برخه کې مرسته کوي. هغه په نورو هېوادونو باندې غږ وکړ چې رامنځ ته شوې خلا دې ډکه کړي.
په موریتانیا کې پارلماني ټاکنې پیل شوي
د ولسمشرۍ تر ټاکنو اووه مياشتې مخکې اوس په موريتانيا کې پارلماني، سيمه ايزې او محلي ټاکنې پيل شوې دي. په دغه هېواد کې په ۱،۴ ميليونو وګړو باندې غږ شوی دی چې خپله رايه دې وکاروي. د پوځ غړو لا د جمعې په ورځ خپله رايه کارولې وه څو اوس د امنيت مسئوليت په غاړه واخيستلی شي. په دې هیواد کې ټول ټال ۹۸ ګوندونه انتخاباتو ته ولاړ دي.
لولا اجازه نه لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي
د برازيل بندي شوی پخوانی ولسمشر، لويس ايناسيو لولا دا سيلوا، اجازه نه لري چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځان کانديد کړي. دغه پرېکړه د ټاکنو تر ټولو لوړې محکمې کړې ده. لولا د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۰ م کلونو په ترڅ کې ولسمشر و چې د اداري فساد په تور اوس په دولس کاله بند محکوم شوی دی. سره له دې نوموړي بیا هم د اکتوبر په اوومه د تر سره کېدونکو ټاکنو له پاره ځان د چپي کارګر ګوند د نوماند په توګه کانديد کړی و.