د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
د طالبانو په بریدونو کې پنڅه تنه ووژل شول
د افغانستان په شمال او غرب کې د تازه پیښو په پایله کې د امنیتي ځواکونو درې سرتیري او دوه ماشومان وژل شوي دي. د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش ویلي چې د دې ولایت پر قیصار ولسوالۍ باندې د طالبانو په برید کې درې پولیس سرتیري وژل شوي دي. د یوه بل رپوټ پر اساس د پنجشنبې په ورځ په غربي هرات ولایت کې د سړک غاړې د یوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي.
ملګري ملتونه: په ۲۰۱۷ کال کې تر ۱۰ زرو ډیر ملکيان وژل شوي
ملګرو ملتونو په خپله یوه تازه رپوټ کې وویل چې په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې ټول ټال ۳۴۳۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې ویلي چې دغه شمیر د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۹ سلنه کمښت ښيي. د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې مغلق او ځانمرګي بریدونه او همدا راز ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي د ملکي تلفاتو اصلي عوامل دي.
ناټو په عراق کې خپل فعالیت پراخوي
ناټو سازمان غواړي چې د عراقي ځواکونو له پاره د ملاتړ خپل ماموریت ته پراختیا ورکړي ترڅو په دې توګه وکولی شي د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې د بیا غښتلي کیدو مخه ونیسي. د ناټو سازمان د ۲۹ غړو هیوادونو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د یوې ناستې په ترڅ کې پریکړه وکړه چې په عراق کې د روزنې له پاره د یوه نوي ماموریت له پاره مشخصې طرحې جوړې کړي.
امریکا، ترکیې ته یادونه کړې چې اجازه ور نه کړي داعش بیا په سوریه کې پیاوړې شي
د ترکیې له خوا وروستیو تهدیدونو ته په کتو سره، د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جیمس متیز د ناټو سازمان دغه متحد هیواد ته یادونه کړې چې بیا دې هم په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې پر مبارزې تمرکز وکړي. د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت په حواله، په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د ناستې په څنډه کې جیم متیس له خپل ترکي سیال نورالدین جانیکي سره په خبرو کې دغه موضوع مطرح کړې.
د سویلي افریقا نوی ولسمشر ژر تر ژره د لوړې مراسم ترسره کوي
د سویلي افریقا د ولسمشر یاکو زوما تر استعفا یوه ورځ وروسته، د پنجشنبې په ورځ سیریل رامافوسا د حکومت د نوي مشر په توګه لوړه کوي. تر دې مخکې دغه مراسم د راتلونکې جمعې ورځې له پاره په پام کې نیول شوي وو. زوما چې د مالي فساد له تورونو سره مخامخ دی، د حاکم ګوند د سخت فشار له امله اړ شو چې له خپل موقف څخه استعفا وکړي او په دې توګه یې له ۹ کلونو وروسته د تیرې چهارشنبې په ورځ د خپلې استعفا اعلان وکړ.
میرکل د ترکیې له لومړي وزیر سره ویني
ټاکل شوې چې د ترکیې لومړی وزیر بن علي یلدیریم د پنجشنبې په ورځ په برلین کې له صدراعظمې انګلا میرکل سره وویني. د دواړو سیاستوالو د کتنې په ترڅ کې د خبرو یوه موضوع د تریکې له خوا د آلماني خبریال دنیس یوچیل، نیول کیدل دي. دنیس یوچیل له یوه کال را پدیخوا له اقامه دعوا پرته د ترکیې په یوه زندان کې بندي دي. تر دې کتنې وروسته به میرکل او یلدیریم په یوه خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړي.