د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
طالبانو د کندز ولایت پر قلعه زال ولسوالۍ برید کړی
طالبانو د کندز ولایت پر قلعه زال ولسوالۍ باندې پراخ عملیات پیل کړي دي. خو افغان چارواکو بیا د دغو عملیاتو د پر شا کولو خبره کوي. د قلعه زال ولسوال محبوب الله سعیدي، ویلي دي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ برید پیل کړی. له بلې خوا د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي، ویلي دي چې حکومتي ځواکونه اوس یوازې پر دولتي ودانیو او پوستو باندې کنترول لري.
په ترکيه کي تر کودتا وروسته نیونې او برطرفۍ
په ترکيه کي د کودتا تر ټکولو وروسته څه نا څه ۹۰۰۰ دولتي مامورین برطرفه سوي دي. ترکي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی دی چي د ۸۷۷۷ مامورینو دندې اخیستل سوي دي چي په جمله کي یې ۳۰ والیان او ۵۲ عمومي مفتشین هم شامل وه. د کودتا تر ناکامه کیدو وروسته د شنبه په ورځ لا څه نا څه ۱۰۰۰ انسانان بندیان سوي وو چي پکښي تر ۱۰۰ اضافه جنرالان او د بحري قواوو قومندانان شامل ول.
په امریکا کې د پولیسو وژونکي ځان د تور پوستو مدافع بله
د امريکا متحده ايالاتو د لوزیانا په ایالت کی پر پولیسو باندي تر وژونکو فیرونو وروسته د هغه د شکمن عامل په باب نور جزيیات هم خپاره سوي دي. پولیسو اوس هغه کس پیژندل دی چي تر وژونکي حملې وروسته یې پخپله هم ځان وژلی وو. هغه یو تور پوستی امریکايي وو چي د عراق په جګړه کي یې برخه درلوده. دغه ۲۹ کلن په ټولنیزو رسنیو کي د تور پوستانو په مقابل کي خپل ځان د سپین پوستو امریکایانود حملو مدافع بللی وو.
په قزاقستان کي پر پولیسو په حمله کي څلور کسان وژل سوي دي
د قزاقستان په ملیوني ښار الماتا کي پر امنیتي قواوو باندي په یوه مسلحانه حمله کي درې پولیس او یو ملکي کس وژل سوي دي. دا خبر د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ورکړی دی. یو ۲۷ کلن برید کونکی د پولیسو پر پوستې باندي تر حملې وروسته نیول سوی دی. یو بل شکمن کس لا په تیښته کی دی. د دغه برید د تر سره کولو علت تر اوسه پوري معلوم نه دی.
د امریکا د جمهوري غوښتونکو د کنگرې پر ضد مظاهرې
د امريکا متحده ايالاتو د کلېویلنډ په ښار کي د جمهوري غوښتونکو د جوړیدونکي کنگرې پر ضد احتجاجونه مخ پر ډیریدو دي کومه چي غواړي د جمهورري ریاست کانديد دونالد ترمپ پکښي په رسمي ډول ونوموي. همدا تیره شپه د کنگرې تر دایریدو یوه ورځ دمخه لا د چپيانو له خوا مظاهره وسوه. هغوی د دې تر څنگ د نژاد پرستي، اسلام سره دښمنۍ او پولیسو د تشدد پر ضد هم احتجاجونه کوله.
فرانس نورو ترهگرو بریدونو ته هم تیاری نیسي
فرانسه د نیس پر ښار باندي تر حملې وروسته چي پکښي لږ تر لږه ۸۴ تنه ووژل سول نورو حملو ته هم امادگي نیسي. صدراعظم مانوییل والس، وویل چي د ترهگری پر ضد مطلق اطمینان او امنیت نه سته. د مستنطقینو د معلوماتو پر اساس د تیري پنجشنبه د ورځي حملې ته عامل پوره او هدفمند تیاری نیولی وو. د هغی جملې څخه دغه ۳۱ کلن کوم چي په یوه لارۍ باندي یې خلگ وهلي او وژلي، څو ورځي دمخه هغه سړک څارلی وو.