د نړۍ له دوده ډک ښارونه
د نړۍ پر ډیرو لويو ښارونو باندي کله نا کله د دود او خاورو یوه څپه راکښته کیږي. که څه هم دغه څپه د انسان روغتیا ته ډیر ضرر لري، خو بیا هم ډیر هیوادونه په دې برخه کي جدي اقدام نه کوي.
بیجینگ
د چین پر پلازمېنه بیجینگ باندي سږ کال بیا د دود او خاورو څپه راکښته شوې ده. د دې ښار ډیری اوسیدونکي اوس له کوره د وتلو پر مهال د ماسکونو اغوستلو ته اړ شوي دي. خو د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله بیجینگ د نړۍ تر ټول ککړ ښار نه دی. دې سازمان ویلي دي چې د نړۍ ډیر دودجن ښارونه په مخ پر وده هیوادونو کې دي.
د ایران اهواز ښار
د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله د ایران اهواز ښار د نړۍ تر ټول دودجن او له خاورو ډک لوی ښار دی. د دې ښار د هوا د ککړیدو لامل، د ډیرو فابریکو فعالیت دی.
د منگولیا اولان باتور ښار
اولان باتور نه یوازې د نړۍ له يخو ښارونو څخه یو دی، بلکي د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله د هوا د ککړوالي په برخه کي د نړۍ دوهم ښار هم دی. په ژمي کې ډیر کسان د خپلو ځانونو د گرمولو له پاره له سکرو او لرگیو څخه کار اخلي. دغه پخپله د ۷۰ سلنه هوا د ککړیدو لامل کیږي.
لاهور
په پاکستان کې د هوا ککړتيا یوه له لویو ستونزو څخه ده. په لاهور کې بیا د ډیرو موټرو له کبله هوا ډیره ککړه ده.
نوی دهلی
په نوي دهلي کې شاوخوا لس میلیونه انسانان اوسیږي. په دې ښار کې په تیرو دیرشو کلونو کې د موټرو شمیر له ۱۸۰۰۰۰ څخه ۳.۵ میلیونو ته لوړ شوی دی. خو هوا تر ډیري کچې د سکرو د استعمال له کبله په دې ښار کې ککړه ده. سکاره د دې ښاره د ۸۰ سلنه هوا د ککړیدو لامل دي.
ریاض
ریگي توفانونه په ریاض کې د هوا د ککړتیا سبب کیږي.
قاهره
په قاهره کې ککړي هوا ډیر کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي. په دې ښار کې د هوا د ککړتیا عامل مخ پر ډیریدونکي ترافیک او همداراز د صنعت پر مختگ دی.
ډاکه
د یوې څېړني له مخې په ډاکه کې هر کال تر ۱۵۰۰۰ زیات کسان د هوا د ککړتیا له کبله د رامنځ ته کیدونکو ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
مسکو
په مسکو کې هم ډیر وخت هوا ککړه وي. خو د بادونو له کبله ډیر وخت د دې ښار په لویځو برخو کې هوا ښه وي.
مکسیکو سیتي
د مکسیکو سیتې ښار هوا د هغه د جغرافیایي موقعیت له کبله هم ډیر وخت ککړه وي. دغه ښار له درو خواو د غرونو په واسطه احاطه شوی دی. په دې ښار کې د سلفر دواکساید او هایدرو کاربونونو د لوړې کچې له کبله، مکسیکو سیتي ډیر وخت د نړۍ د ډیرو ککړو هوا لرونکو ښارونو په ډله کې شاملیږي. خو اوس په دې ښار کې وضعیت د ښه کیدو په حال کې دی.