د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په ريو دې ژانېرو کې د المپيک لوبې پرانيستل شوې
په ريو دې ژانېرو کې د المپيک ۳۱ مې دوبنۍ لوبې په رسمي توګه پرانيستل شوې. ۸۰ زره نندارچيانو په ماراکانا لوبغالي کې د پرانيستنې د مراسمو ليدنه وکړه چې دغې نندارې څو ساعته دوام وکړ. څه باندې ۱۱ زره ورزشکاران له تقريبا ۲۰۰ هېوادونو څخه به د اګست تر ۲۱ مې نېټې پورې د مډالونو په سر رقابت سره وکړي. په اول ځل کډوال هم شامله ول چې د المپيک د نړيوالې کميټې له پاره يې خپل يو ټيم جوړ کړی وو.
په فرانسه کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي
د فرانسې په شمالي ښار روئن کې يوې اورلګېدنې لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژلي دي. شپږ نور کسان د کورنيو چارو د وزير، بېرنارد کازنوف، په خبره سخت ژوبل شوي هم دي. دغه اور چې د نيمې شپې له خوا د «کوبا ليبره» په نوم په يوه بار کې رامنځ ته شوی دی، علت يې لا معلوم شوی نه دی. پلټونکو له يوې ناببرې اورلګېدنې څخه خبرې کولې.
د جاپان او چين تر منځ د ټاپوګانو په سر لانجه ترينګلې شوې ده
جاپان د چين په شرقي سمندر کې د ټاپوګانو په سر د يوې لانجې په ترڅ کې ۲۳۰ چينايي کب نيونکې کښتۍ د ساحلي ځواکونو د شپږو نورو کښتيو په ملتيا کشف کړي دی چې له کبله يې ورڅخه سر ټکولی دی. د جاپان د بهرنيو چارو وزارت په توکيو کې د چين سفارت ته خپل احتجاجي ليک سپارلی دی او د دغې سيمې څخه يې د کښتيو شا تګ غوښتی دی.
کردي عربي ائيتلاف داعش له منبيج څخه شړلی دی
د سوريې په شمال کې د کردي او عربي جنګياليو ائيتلاف د فعالينو په خبره د «اسلامي دولت» نومې ترهګرې ډلې له منګولو څخه د منبيج ښار بېرته نيولی دی. په لندن کې مېشت د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان ويلي دي چې د سوريې دموکراتو ځواکونو په نوم ډلې ټول منبيج تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی چې په داعشيانو پسې چاڼيز عمليات لا دوام لري.
د وورڅبورګ او انزبخ بريدګرو ښايي له سعودي سره تماس لرلی وي
د وورڅبورګ او انزبخ د بريدونو عاملينو ښايي په سعودي عربستان کې د داعش له شکمنو غړو سره تماس لرلی وي. دغه خبر د «دېر شپيګل» مجلې د فدرالي ادارو د چارواکو په حواله خپور کړی دی. داسې ويل شوي دي چې د پيغام رسوونکو پروګرامونو له لارې ورته د بريد له پاره دقيق اوامر شوي دي. د وورڅبورګ بريدګر ته ښايي ويل شوي وي چې د موټر په واسطه دې د خلکو پر يوې مجموعې باندې بريد وکړي.
په ترکيه کې يوه آلمانۍ تبعه نيول شوې ده
ترکي امنيتي ادارو په مشکوکو کودتاچيانو پسې د لټون په ترڅ کې په اول ځل يوه آلمانۍ تبعه هم نيولې ده. د آلمان «وي ډي آر، ان دي آر» او زود دويچه څايتونګ رسنيو د حکومتي کړيو په حواله راپور ورکوي چې له دغې ښځې سره داسې کتابونه موندل شوي دي چې د ګولن له غورځنګ سره د هغې په غړيتوب يا تماسونو باندې دلالت کوي. داسې هم ويل شوي دي چې د آلمان سفارت په انقره کې هڅه کوي چې له دغې ښځې سره ارتباط قايم کړي.
د جنوبي افريقا په محلي انتخاباتو کې حاکم ګوند ماته وخوړله
د جنوبي افريقا په محلي انتخاباتو کې حاکم ګوند «افريقايي ملي کانګرس» نسبتا لږې رايې خپلې کړې دي. د تقريبا ټولو رايو په شمېرلو سره «افريقايي ملي کانګرس» ګوند په ټول هېواد کې يوازې ۵۴ سلنه رايې تر لاسه کړې دي. په دې ترتيب هغه تر ټولو ستر سياسي ځواک پاته کيږي، خو د خپل تاريخ تر ټولو خرابه پايله يې هم لاس ته راوړې ده.