د نړۍ لنډ او مهم خبرونه په متن او انځور کې
په هلمند کې چاودنې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په هلمند کې چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د ۲۰۱۷م کال د دسمبر په ۲۴ نیټه د سړک غاړې یو ماین د ملکي کسانو پر موټر چاودلی چې له امله یې لږ تر لږه اوه ملکي کسان وژل شوي. په عین وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا ویلي چې [د چاودنې] له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وژل شوو کسانو شمیر تر اوسه دقیق معلوم نه دی.
په وزیریستان کې د پاکستان پر پوځ چاودنې درې سرتیري وژلي
د پاکستاني چارواکو له قوله راغلي چې د بمونو د خنثی کولو د یوې ډلې خوا ته چاودنه شوې چې له امله یې د پاکستان درې سرتیري وژل شوي دي. د کامران افریدي په نامه د پاکستان د حکومتي ادارې یوه چارواکي ویلي چې چاودنه د شمالي وزیرستان په غلام خان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې سرتیرو تر د امنیتي کاروان مخې ته یو سړک [له ماینونو] پاکوو. د دې پیښې مسوولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی.
چین د انترنت سانسور پیل کړی
په چين کې چارواکو د خپلو څرګندونو په حواله په تېرو دريو کلونو کې څه باندې ۱۳ زره انترنېټي صفحې بندې کړې دي. دولتي خبري اژانس شنهوا، خبر ورکوي چې دغه تدابير د تاوتريخوالي او بربنډو فلمونو سره د مبارزې په ترڅ کې پورته شوي دي. داسې ويل شوي دي چې د صفحو چلونکو، قوانين او نور مقررات تر پښو لاندې کړي وو، سربېره پر دې د انترنېټ د کاروونکو تقريبا لس ميليونه اکاونټونه هم تړل شوي دي.
د آلمان ولسمشر د کریسمس مبارکۍ پیغام ورکړی
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير، په آلمان کې پر مېشتو خلکو باندې غږ کړی دی چې په سياست کې دې خپل اعتبار د لاسه نه ورکوي. سره له چې د نوي حکومت د جوړېدلو بهير ډېر اوږد شوی دی، خو «موږ پرې باور لرلی شو»، دغه خبره شتاينماير خپله د کريسمس په وينا کې وکړه چې له مخکې هم خپره شوې ده. د هغه په وینا آلمان داسې يو هېواد دی چې اقتصادي معقوليت او ټولنيز عدالت په کې د سياست اصلي اصول شمېرل کيږي.
د ترکیې تر ناکامې کودتا وروسته تازه ګوښه کیدنې
په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال د کودتا د هڅې په تړاو تقريبا ۲۷۰۰ نور کسان هم له دولتي دندو څخه ګوښه شوي دي. د ترکيې د حکومت د يوه فرمان له مخې په هغوی باندې له «تروريستي سازمانونو» سره د اړيکو درلودلو تور پورې شوی دی. د نورو تر څنګ عکسر، معلمان او د کورنيو، بهرنيو او دفاع د وزارتونو کارکوونکي له خپلو دندو څخه ګوښه شوي دي.
شمالي کوریا د ملګرو ملتونو بندیزونه د جګړې له پاره د اقدام په توګه یاد کړي
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوی د هیواد پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه لړۍ د «جنګ د اقدام» په معنی دی. په اعلامیه کې د شمالي کوریا پر ضد بندیزونه د بشپړې اقتصادي محاصرې په توګه یاد شوي دي. د دې بندیزونو اصلي هدف شمالي کوریا ته د نفتو د صادراتو او همدا راز له بهرنیو هیوادونو څخه پیونګ یانګ ته د پیسو د لیږد مخنیوی په ګوته شوی دی.
د بریښنايي تذکرو د لړۍ د ویش پیلیدل
د کلونو ځنډ وروسته ټاکل شوې چې د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي. د افغانستان د نفوسو او احوالو د ثبت د ادارې ویاندې روبینا شهابي د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې ټاکل شوې لومړنۍ بریښنايي تذکره به ولسمشر ته ورکړل شي. د رسنیو د رپوټونو په حواله په تازه بریښنايي تذکرو کې به د ملت، مذهب او قومیت معلومات درج کړل شي.
په امریکا کې یوې محکمې د ځینو مسلمانو کورنیو د الحاق بندیز لیرې کړی
د امريکا په متحده آيالاتو کې يوه فدرالي قاضي د ولسمشر، دونالد ترمپ، له خوا له ځينو مسلمانو هېوادونو څخه د کډوالو د کورنيو د الحاق په سر بنديز لېرې کړی دی. قاضي، جيمز روبرت له سياټل څخه، داسې حکم وکړ چې امريکا ته د راتلونکو کډوالو کورنيو عريضې بايد بېرته له سره وکتل شي.