د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
د اندونيزيا زلزلې او سونامي لږ تر لږه ۳۸۴ تنه وژلي
د اندونيزيا په سولاوېسي ټاپو کې د سونامي له کبله لږ تر لږه ۳۸۴ تنه مړه شوي. په سلګونو نور بې درکه شوي دي. سيلاب ته ورته څپې د ۷،۷ په مقدار د يوې زلزلې له کبله راټوکېدلې وې. چارواکي وايي چې څه باندې ۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي. د سيمې روغتونونه له حده ډک دي چې له امله يې ډېر مريضان تر شنه آسمان لاندې تداوي کيږي. د اندونيزيا ولسمشر، يوکو ويدودو، وويل چې پوځ د مرستې له پاره ناورين ځپلې سيمې ته استول شوی دی.
اردوغان په دولتي مېلمستيا کې له تروريزم د ملاتړ تور پورې کړ
د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، په آلمان باندې د دولتي مېلمستيا او ډوډۍ خوړلو په مراسمو کې له «تروريستانو» څخه د ملاتړ تور لګولی دی. د برخه والو په خبره وروسته له هغه چې د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير، په خپله وينا کې د بندي شويو آلماني اتباعو او همداراز د ترکي ژورناليستانو خوشې کېدل غوښتلي ول، اردوغان د خپلو پخلاکوونکو خبرو په پای کې له نوشته متن څخه جلا خبرې وکړې.
د اردوغان پر ضد لاريون وشو
آلمان ته د ترکيې د ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د سفر پر مهال په کولن ښار کې لومړني مظاهره چيان سره راټول شوي دي. څه باندې ۱۰۰۰ تنه د عيني شاهدانو په حواله د يوې احتجاجي غونډې له پاره د راين سيند په څنډه کې راټول شوي دي. د لاريون شعار «اردوغان ته هر کلی نه کوو» ټاکل شوی دی. د مظاهره چيانو په منځ کې د ډېرو آلمانانو تر څنګ کردان او ترکان هم شتون لري.
انګلا مېرکل په ختيځ آلمان کې له نارضايتۍ سره تفاهم ښکاره کړ
د آلمان د يووالي تر ورځې لږ مخکې صدراعظمې انګلا مېرکل په ختيځ آلمان کې د نارضايتۍ له کبله له خلکو څخه تفاهم غوښتی دی. مېرکل د «آوګسبورګر آلګېماينن» ورځپاڼې ته وويل چې په مجموعي توګه د آلمان يووالی د برياليتوب يوه کيسه ده. د مسيحي دموکرات ګوند مشرې له دې سره تفاهم څرګند کړ چې ډېرو خلکو د آلمان تر يو ځای کېدلو وروسته خپل کارونه له لاسه ورکړي او بايد نوی ژوند يې شروع کړی وای.
ترمپ د کېوېنو په قضيه کې اف بي آی ته د پلټنو امر کړی
د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د ناندرئيز نوماند قاضي، برېت کېوېنو په قضيه کې د اف بي آي يا فدرالي پوليسو د ادارې له خوا د پلټنو امر کړی دی. ترمپ وويل چې فدرالي پوليس دې نورې پلټنې هم وکړي. د جنسي ځورونو په سر تورونه دې د يوې اوونۍ په ترڅ کې وڅېړل شي. له دې مخکې د امريکا په سنا کې قضايي پلاوي د دغه هېواد د سترې محکمې له پاره د کېوېنو د نوماندۍ څخه ملاتړ کړی و.
د چاقو په واسطه تر بريد وروسته د پېښې په انګېزې پسې پلټنې روانې دي
د آلمان په راونزبورګ ښار کې د چاقو په واسطه تر بريد يوه ورځ وروسته د پېښې په انګېزې پسې پلټنې روانې دي. پوليسو د جمعې په ورځ تر بريد سمدلاسه وروسته يو ۱۹ کلن افغان پناه غوښتونکی نيولی وو. په دغه برید کې يوه قرباني ته خورا خطرناک زخمونه وراوښتي دي، په داسې حال کې چې دوه نور هم ژوبل شوي دي. د څارنوالۍ او پوليسو په حواله د تروريستي انګېزې شک تر اوسه نه دی موجود.