د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
د برلین د برید په تړاو یو بل کس نیول شوی دی
د برلین پولیسو یو ۲۶ کلن کس چې د دغه ښار د وروستي ترهګر برید له شکمن عامل سره یې د شپې ډوډۍ خوړلې وه، نیولی دی. نیول شوی کس د تونس هیواد تبعه دی او پولیس وایي چې اوس له هغه څخه څیړنې روانې دي. یوه دولتي چارواکي ویلي دي چې کافي شواهد په لاس کې لري چې پر دغه کس باندې تورونه ولګوي.
ترکیې د سوریې د اوربند د ماتیدو ګواښ کړی دی
انقرې ویلي دي چې په «بردي وادي» کې د سوریې پر پاڅون کوونکو باندې د اسد د رژیم هوایي بریدونه په قزاقستان کې د سوریې سولې په اړه خبرې اترې له ګواښ سره مخامخولی شي. له بلې خوا بیا دمشق پر پاڅون کوونکو باندې تور لګوي په عمدي توګه یې د رژیم تر کنترول لاندې د سوریې د پلازمینې اوبه قطع کړې دي.
په شیکاګو کې د یوه رواني ناروغ د زورونې په تور څلور کسان نیول شوي
د امریکا متحده ایالاتو د شیکاګو ښار پولیس توانیدلي دي چې څلور تنه د یوه رواني ناروغ د لاسونو د اولچک کولو او د هغه د آزارولو په تور ونیسي. د دغو کسانو یوه ویدیو په انترنت کې خپره شوه او له همدې کبله د پولیسو پام ورته واوخت. پولیسو ویلي دي چې په فیسبوک ټولنیزې پانې کې خپره شوي ویدیو ښيي چې دغه کسان د خپل جرم د قرباني کس پښې او لاسونه تړي او بیا پر هغه باندې له نژاد پالنې ډکې ملنډې وهي.
اوباما غواړي د ګوانتانامو څلور زندانیان سعودي عربستان ته ولیږدوي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، غواړي د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې د ګوانتانامو له زندان څخه څلور تنه آزاد کړي. د فاکس نیوز په خبره دغه زندانیان به سعودي عربستان ته ولیږدول شي. تمه کیږي چې په روانې میاشت کې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، ته د واک تر لیږد مخکې ډیر شمیر نور بندیان هم له ګوانتانامو څخه آزاد شي.
چین د نیویارک ټایمز اپلیکشن بند کړ
د اپل شرکت په چین کې د خپل د «تلیفون د پروګرامونو یا اپلیکشن» له ډلې څخه د نیویارک ټایمز اپلیکیشن پاک کړی دی. د نیویارک ټایمز یوه چارواکي ویلي دي چې چینایي چارواکو په دې پریکړه کې لاس لره او ټینګار یې کوه چې نیویارک ټایمز له ځایي مقرراتو سره سم نشرات نه کوي. پر دې سربیره د دویچه ویله، رویترز او والستریت ژورنال رسنې هم په چین کې خپرونې نه شي کولای.
ترکیې د استانبول د برید په تړاو نور کسان هم نیولې دي
د ترکیې پولیسو د نوي کال په شپه د استانبول په یوه کلپ کې د یوه برید په تړاو نور کسان هم نیولي دي. د اناتولي دولتي رسنۍ خبر ورکړی دی چې ډیری نیول شوي کسان د چین د شین جیانګ ښار، اوی غور مسلمانان دي. د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي دي چې اصلي برید کوونکي هم ښايي اوی غور، او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې غړی وي. تر اوسه پورې د نوي کال د برید په تړاو ۳۶ کسان نیول شوي دي.