د نړیوال جام د پرانیستلو مراسم په انځورونو کې
د فوټبال د مینه والو د انتظار شېبې پای ته ورسیدې. د فوټبال د ۲۰۱۴ کال د نړیوال اتلولې سیالۍ د شلمې دورې د پرانیستې مراسم په برازیل کې له یوه ډیر په زړه پوري جشن او رنگونو سره پرانستل شو.
د دغو مراسمو د پرانستې په مراسمو کې د برازیل دری عنصره «طبیعت، انسان او فوټبال» چې د دغه هیواد دری خزانې گڼل کیږي د یوه په زړه پوری جشن په ترڅ کې ننداری ته وړاندې کړای شول. د بومي قبیلو له جگړو څخه نیولې بیا د کارنیوال تر دودیزو نڅا پوری، هر څه ننداری ته وړاندې کړای شول.
د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د اتلولې د پرانستې په مراسمو کې تر ۶۲ زرو ډیرو نندارچیانو د برازیل د سانپاولو په ښار کې د کورینتیانس په لوبغالي کې گډون کړی وو. په دې مراسمو کې د برازیل ولسمشر دیلما روسف، د فوټبال د نړیوال فدراسیون ريئس سپ پلاتر، او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون هم حضور درلود.
د دغو مراسمو په پیل کې یو لوې توپ چې د ال ای دی په ۹۰ زرو څراغونو روښانه شوې وو د سانپاولو د آسمان پر لور واستول شوه.
د نړیوال جام په پرانیستونکو مراسمو کې ۶۶۰ تنو هنرمدانو بیلابیلې نندارې وړاندې.
په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه هیواد سیمه ییزه نڅا هم نندارې ته وړاندې شوه.
په پرانیستونکو مراسمو کې د برازیل طبیعت او بوټې د نندارو یوه محوري موضوع وه.
د پرانیستونکو مراسمو د لیدونکو شمیر په ټولې نړۍ کې له یوه میلیارد کسانو څخه ډیر اټکل شوی دی.
د مراسمو په پیل کې د برازیل طبیعت نندارې ته وړاندې شو. تر هغه وروسته له موسیقي او نڅا سره د برازییانو علاقه د نندارو موضوع وه. د مراسمو دریمه موضوع به فوټبال سره د برازییانو مینه وه.
په دغو مراسمو کې د جنفر لوپیز، کلاودیا لی او پیت بال په څیر سندرغاړو هم خپل هنرونه نندارې ته وړاندې کړل. هغه د سږني کال رسمي سندره We are one هم سره یوځای وویله.
تر پرانیستونکو مراسمو وروسته برازیل د کرواشیا پر وړاندې لوبه وکړه چې دغه لوبه برازیل د درو گولونو په وهلو او یوه گول له خوړلو سره وبایلله.
پرازیلیان هیله لري چې وشي کړای د شپږم وار له پاره نړیواله اتلولي پخپله کړي. دغه هیواد په ۱۹۸۵، ۱۹۶۲، ۱۹۷۹، ۱۹۹۴ او ۲۰۰۲ کال کې نړیوال جام گټلی وو.