د نوزاد اوسيدونکي: تر نورو مو تير يوو د ماينونو د خطره مو خلاص کړی
۱۳۸۹ بهمن ۲۰, چهارشنبهددې ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي د ولسوالۍ پر لويو لارو د ماينونو د موجوديت، د خامه سړکونو، روغتياي ستونزو، بي کارۍ او خپلوماشومانو او ځوانانو ته د تعليم د نه شتون څخه سرټکوي.
ددوی په وينا د يوې خوا د ګڼ شمير خدماتي پروژو او اسانتياوو څخه بې برخي يو، د بلي خوا د ولسوالي پر لويو لارو باندي د ماينونو موجوديت بله هغه ستونزه ده چي، د ناروغ د انقالولو پر مهال سخت په ويري کي.
هغوی وايي داسي هم پيښ سوي چي د ناروغ موټر يې پر ماين ختلی او د ناروغ سره ټوله له منځه تللی دي.
هغوی وايي موږ تير تر هغه بيا رغاوني يو چي د ۹ کالو راپدې خوا يې خبري اورو ولي تر اوسه مو هيڅ نه دي ليدلي. « موږ يوازي اوس د دولت څخه غوښتنه کوو چي د لويو لارو دغه ستونزه را حل کړی نور يې موږ تير تر بيارغاوني يو.»
د هلمند ولايت مسؤلين د نوزاد ولسوالۍ د اوسيدونکو دا نيوکي او خبري پرځای بولي او تايدوي يې. ولي وايي چي، ژرترژره به پرلويو لارو د ماينونو په ايستلو او خنثي کولو کي لاس پکارسي.
د هغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وايي چي، دوی د پوليسو په صفوفو کښي داسي قطعه تر زده کړي او تريننګ لاندي نيولې ده چي، د استحکام دنده يا د ماينونو په کښلو او ياهم خنثي کولو کښي زده کړي ترلاسه کړي او هرکله د خلګو او سيمي دا ډول ستونزي له مينځه يوسي.
د يادوني وړده چي نه يوازي د هلمند ولايت د ولسواليو اوسيدونکي پرلويو لارو د ماينونو د خطر سره مخامخ دي، بلکه د جنوب غرب ولايتونو د ليري پرتو سيمو ګڼ شمير اوسيدونکي او سيمي له دغه خطر څخه سرټکوي.
د کندهار ولايت د ميرويس روغتون ډاکټران وايي چي دوي ته اکثره راوړل سوي ټپيان ټول د ليري پرتو ولسواليو اوسیدونکي دي چي پر لارو باندي د ماينونو په پيښو کي يا وژل سوي او يا هم ټپيان سوي وي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل