د نورزو لمانځني نوي انځورونه
نړیوالو رسنیو په بیلابیلو هیوادونو کې د نوروز د جشن د لمانځلو انځورونه خپاره کړي دي. هر کال په ټوله نړۍ کې تر ۳۰۰ میلیونه زیات کسان د نوروز جشن لمانځي.
د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې خلکو د نوروز په جشن کې گډون کړی چې دودیز کالي یې اغوستي دي.
په لاس اېنجلس کې له بې کوره کسانو سره د ایرانیانو د نڅا یو انځور.
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د نوروز د لمانځلو یوه څنډه.
د گرجستان په پلازمېنه تفلیس کې د نوروز لمانځلو یوه صحنه.
په ټوله نړۍ کې هر کال تر درې سوه میلیونو زیات کسان د نوروز جشن لمانځي.
د افغانستان په گډون په ډیرو هیوادونو لکه ایران، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، آذربایجان، سوریه، هند، ترکیه، عراق، ارمنستان او ترکمنستان کې د نوروز جشن لمانځل کیږي.
د ملگرو ملتونو په تقویم کې نوروز د داسې یوه جشن په توگه یاد شوی دی چې تر درې زره کاله زیاته مخینه لري.
د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۰م کال کې یو پریکړه لیک تصویب کړ، چې په هغه کې د مارچ میاشتې ۲۱ نیټه د نوروز د نړیوالې ورځې په توگه په رسمیت وپیژندل شوه.
د نوروز د لمانځلو دغه انځور په افغانستان کې اخیستل شوی
په ایران او افغانستان کې نوروز د نوي کال لومړۍ ورځ وي.
د سوریایي کردانو تر منځ د نوروز جشن لمانځل.
د عراق په کردستان کې د نوروز جشن.
په ترکیه کې د کردانو د نوروز د لرغوني جشن لمانځلو یوه برخه.