د نوبل د طب جايزه د کرونا واکسين کشف کوونکو ته ورکړه شوه
۱۴۰۲ مهر ۱۰, دوشنبهدغه جایزه د دوشنبې په ورځ د سويډن په پلازمېنه ستاکهلم کې د نوبل د مجمع مشر، توماس پېرلمن له خوا اعلان شوې. په نوبل جایزه کې د ۱۱ ميلیون سويډني کرونو چې ېو میلیون امریکايي ډالر کيږي، نغدي جایزه هم شامله ده.
میرمن کاتالین کاریکو په هنګري کې زېږدلې او دریو وایسمن په امریکا متحده ایالتو کې زېږېدلی دی.
دغه پيسې د سويډني مخترع، الفرید نوبل، چې د نوبل جایزې ایجادونکی له پاتې میراث څخه تامين کيږي. الفرید نوبل په ۱۸۹۶م کال کې مړ شو.
د شپږو ورځو له پاره د نوبل جایزو د اعلانولو پروګرام، د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر۲ مه) د طب د برخې جایزو په اعلانولو سره پیل شو. تېر کال د فیزيولوژي یا طب په برخه کې د نوبل جایزه سويډني عالم، سوانته پبو، ته ورکړله شوه. دا د نوبل دوهمه جایزه وه چې دغه سويډنۍ کورنۍ ېې ترلاسه کوي. د پبو پلار، سونه بریسترم، چې په ۱۹۸۲م کال کې مړ شوی، هم د طب په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړې وه.
په نورو برخو کې د نوبل جایزو اعلان به په راتلونکو ورځو کې ادامه ولري. د اسوشتيد پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د سه شنبې په ورځ به د فزيک، د چهارشنبې په ورځ به د کیمیا او د پنجشنبې په ورځ به د ادبیاتو په برخو کې د نوبل جایزې اعلان شي.
همدارنګه د نوبل د سولې جایزهبه د جمعې په ورځ او د اقتصاد برخې دا به د اکتوبر پر ۹مه اعلان شي.
(AP)mks/nz