د نن ورځې تر ټولو خطرناک اور شیندونکي غرونه او سیمې کومې دي؟
په ټوله نړۍ کې اور غورځوونکو یا اور شیندونکو غرونو نه یوازې چې د سلهاوو انسانانو ژوند اخیستی بلکه په میلیونونه انسانان یې بې ځایه کړي هم دي. د نن ورځې پنځه تر ټولو خطرناک اور غورځونکي سیمې او غرونه دلته پیژندلی شئ.
آیا «ایژافیلایوکول» مو په یاد دی؟
په ۲۰۱۰م کال کې په آیسلنډ کې پروت دغه اور شیندونکي چاودنه وکړه. د چاودنې له مله یې د دې سیمې په آسمان کې د دودونو کثیفه پرده خپره شوه چې له امله یې په ګڼ شمیر لویو وچو کې د الوتکو پروازونه هم په شدیده توګه ګډ وډ شول. د یوې اونۍ په ترڅ کې د کابو یو لک مسافرینو پروازونه وځنډیدل.
ماونټ آیټنا د اروپا تر ټولو ستر اور شیندونکی غر
د ایټالیا د ټاپوګانو سلسلې په واورو کې پټ ماونټ آیټنا نه یوازې د اروپا تر ټولو ستر اور شیندونکی غر دی بلکه دا د اروپا په کچه تر ټولو فعال اور غورځونکی غر دی. کله هم کم او کله هم په ډیره شدیده توګه له دې اور شیندونکي غره څخه اورونه غورځي. په ۲۰۱۷م کال کې د دې غره تر اور شیندنې وروسته د دود او تیږو او کاڼو تر وریدو وروسته لس کسان ټپي شوي وو.
په اندونیزیا کې د سیلانیانو له پاره تر ټولو ښه سیمه هم اور شیندي
په اندونیزیا کې د سیلانیانو په قول د جنت په شان سیمه هم کله کله اورونه شیندي. د ۲۰۱۷م کال په نومبر میاشت کې او بیا وروسته د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې یو ځل دغه اور اچونکی غر فعال شو او له امله یې په دې سیمه کې هوايي ډګرونه وتړل شول. هغه مهال په دې ټاپو کې زرګونه سیلانیان هم بند پاتې شوي وو.
په ګواتیمالا کې ویره او مرګونه
د روان کال په جون میاشت کې په ګواتیمالا کې د «وولکان ډي فیوګو» په نامه یو اور شیندونکی غر په ناڅاپي توګه فعال شو او له امله یې سلګونه کسان ووژل شول او ځینې یې لا هم لادرکه دي. د دې غره تر چاودنې وروسته په آسمان کې تور دود خپور شو چې له امله یې شاوخوا سیمې ډیرې زیانمنې شوې.
کیلوییا هم کله کله اور شیندي
د امریکا په هاوايي ایالت کې د کیلوییا په نامه یو اور شیندونکی غر د ۱۹۸۳م کال راهیسې کله کله اور شیندي. له دې غره څخه د اور شیندني په برخه کې د روان کال په اوږدو کې زیاتوالی راغلی چې له امله یې د دې غرونو ته څیرمه ګڼ شمیر سړکونه او کورونه هم ویجاړ شوي دي.