د نباتي غوښو راتلونکی به څنګه وي؟
د غوښو د بدیل تولیداتو تقاضا مخ په ډیریدو ده. يوازی په امریکا کی تېرکال د دغه توليداتو تقاضا ۲۳ سلنه زیاته شوې وه. خو آیا يو نباتي بدیل به د غوښو د برګر یا ساسچ ځای ونیسي؟ او آیا دا کار واقعاً اقلیم ته ګټه رسوي؟
ډیره اشتها
ډېری انسانان هڅه کوي اقليم ته د زيان رسېدو مخه ونيسي او د غوښو پر ځای له نباتي بدیل څخه ګټه اخلي. دې کار پر پانګه اچوونکو باندې هم اغیز کړی. کله چې د Beyond Meat په نامه د بې غوښو محصولاتو کمپنۍ، خپل د خرڅلاو پېل ولمانځه، نو په اوله ورځ لا د اسعارو ارزښت دوه برابره سو. د Good Food انستیتوت مشر بروس فریدریښ په نظر، پانګه اچوونکي په دې برخه کې د خرڅلاو لوی چانس ویني.
غوښو ته ډېر ورته والی
د خوراک د نوي تکنالوژۍ له برکته، د غوښو د بدیل د تولیداتو لکه Beyond Meat او Impossible Burger امکانات رامنځته سول. په دغو تولیداتو کی له سویا، لوبیا او مټرو څخه کار اخیستل سوی. له هغو څخه جوړ سوی برګر کټ مټ د غوښو خوند لري او حتی رنگ يې هم د جُغندرو له اوبو څخه په گټه اخيستو څخه بيخي غوښې ته ورته دی. علاوه پر دې صحي هم دي.
د چاپیریال په ګټه
لږ غوښه خوړل، نه یوازې دا چې صحت ته ګټه رسوي بلکې د چاپیریال ساتنې د سازمان WWF د رپوټ له مخې چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور سوی، له حیوانی تولیداتو څخه لاس اخیستل، یو ساده او ارزانه میتود دی چې د اقلیم پر بدلون باندې مثبته اغیزه کوي. دا ځکه چې د هغوی نسل ګيري ګلخانه یی ګازونه تولیدوي، د نړۍ یو پر لسمه د اوبو زیرمې کاروي او په جنوبي امریکا کی د لویو ځنګلونو د له منځه تلو سبب ګرځي.
ډېر عاید په لاس راوړل
د Beyond Meat د کمپنۍ تولیدات اوس په زرهاوو امریکایي سوپر مارکیټونو او رستورانونو کې خرڅیږي. نورې لویې کمپنۍ هم غواړي، ورته بری ترلاسه کړي. د Nestlé کمپنۍ څه وخته مخکې بې غوښو کوفته عرضه کړه، د Unilever کمپنۍ بیا د ویجیتیری تولیداتو یوه هالنډۍ کمپنۍ واخیستله، Burger King اوس په امریکا کې Beyond Burger پر مخ بیایي او مک دونالد بیا پر نباتي برګر باندې کار کوي.
نه یوازی مثبت اړخ
په فابریکو کې د سویا تولید تر ډیره ځایه د ځنګولونو د له منځه تلو سبب کیږي ،همدارنګه د خرما غوړي هم چې په ډیرو بې غوښو تولیداتو کی ورڅخه کاراخیستل کیږي. په بروکسل کی د Fern په نامه چاپیریال ساتنې سازمان په حواله د سویا د کرلو له پاره، څه د پاسه یو میلیون متر مربع مځکي ته اړتیا ده. خو له هغو څخه ډېره کمه برخه یې د غوښو د بدیل په تولیداتو کی کارول کیږي، زیاته برخه یې حیواناتو ته ورکول کیږي.
آیا دغه ډول خواړه صحي دي؟
په دې برخه کی اندیښنې هم موجودي دي. نباتي برګر د غوښو څخه جوړ سوي برګر په مقایسه، ډېر غوړ او اوه برابره سودیم لري. له همدې کبله د چاپیریال ساتنې ډلې اندیښنه لري چی Impossible Burger داسي خمیره کاروي چې له جینیتکي لحاظه بدلون پکښي راغلی وي او هغه هم له دې کبله چې د غوښو خوند یې ورکړی وي. خو د هغو زیات استعمال هم لکه د غوښو په شان د سرطان د ناروغۍ سبب کیږي.