د ناټو په غونډه کي د افغانستان په هکله کومه پريکړه نه ده سوې
۱۳۸۸ آبان ۳, یکشنبهخو وزیرانو داسي کومه پریکړه ونه کړه، چي نوي سرتیري دي افغاسنتان ته واستوي يا نور مالي او تخنيکي منابع دي د ناټو په اختیار کي پريږدي. په دغه نوي لاري چاري کي بله موضوع دا ول، چي افغانستان ته دي په اوږده موده کي د امنيتي چارو مسؤليت وسپارل شي.
دا چي د افغانستان حکومت ددې مسووليت په غاړه اخيستو کي څه نظر لري او یا په دغه ستراتيژي کي له افغان حکومت سره هم مشورې شوي. د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ،چي هغه هم دغي غوندي ته بلل شوی ؤ وويل:
د ناټو په دې غونډه کي د هغه سازمان مشر اندرز فوک رازموسن وويل، چي د افغانستان د راتلونکي حکومت سره به یو تړون یا کامپکت لاس ليک شي، چي بايد په جدي توګه د اختلاس او اداري فساد پر ضد مبار زه وکړي، رازموسن وويل: موږ چي له افغانستان سره مرسته کوو، له حکومت څخه يې هم غوښتني لرو، چي بايد تر سره يې کړي او هغه له ځان څخه د حکومتوالی استعداد او لياقت دی . تاسي په کي څه وايي.
په براتيسلاوا کي د ناټو د دفاع د وزيرانو په غوڼده کي ناټو د افغانستان دټاکنو له دوهم پړاو څخه نه يواځي هرکلی وکړ، بلکي د امینت په ساتنه کي يې ژمنه وکړه. په دغو ټاکنو کي، چي په پام کي ده د لړم یا عقرب په 16 په لاره واچول شي، د افغانستان د ملي اردو نقش څه دی.
طالبانو د پخوا په څېر د ر اتلونکو ټاکنو پر ضد ګواښ کړی د افغانستان خلک هم اندېښنه لري، چي نه شي په ټاکنو کي د برخي اخيستو سره د زور زياتيو قربانيان شي.
عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل