1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو اويايمه کلیزه: ايا دا اتحاد له بحران سره مخامخ دی؟

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

ولسمشر دونالد ترمپ له ډیره وخته راهیسي د ناټو په وړاندې دریځ نیولی، اوس د فرانسې جمهوررئیس ایمانویل ماکرون هم غواړي پر دې موضوع باندي بحث رامنځته کړي. آيا دا اتحاد اوس په يوه بحراني وخت کې قرار لري؟

https://p.dw.com/p/3U8bT
20 Jahre  NATO
انځور: picture-alliance/NurPhoto/B. Zawrzel

ناټو د خپلې اویایمې کلیزې په مناسبت له خپل ځان سره په مقابله کې ده. په لندن کې د دغې کالیزې په مناسبت یوه غونډه کې د جرمني صدراعظمه انگیلامیرکل د ناټو له نورو  ۲۸ غړو هیوادونو سره په گډه، د سه شنبې ورځې راهیسي د راتلونکو پلانونو په هکله سلامشورې کوي. په آلمان کی اکثریت اوسیدونکي، له پوځي لوی قدرت امریکا متحده ایالاتو څخه د ښکاره واټن نیولو پلوي کوي: د پوښتل سوو کسانو څخه ۵۵ فیصده د آلمان »ډي پي ای« خبري آژانس په سپارښتنه د YouGov په نامه ټولپوښتنې په ترڅ کې ويلي چې د ناتو اروپایي دولتونه باید په راتلونکي کې بې له د متحده ایالاتو له مرستې څخه د حملو  څخه ځانونه وساتي.

هغوی د فرانسې د ولسمشر ايمانویل ماکرون په ډول هغه دلیل راوړي چې څه موده مخکې یې ناتو په اصطلاح مړه اعلان کړې وه او د دفاعي پلوه یې د اروپایانو د استقلالیت غوښتنه کړې. خو دا کار بیا د اتلانتيک د دواړو غاړو د اتحاد هغه اساس لړزوي چې له مخې یې د امریکا متحده ایالات په عنعنوي ډول د آلمان او نورو اروپایي هیوادونو د ساتلو د قوت په معنی دی.

صدراعظمه میرکل او خارجه وزیر هایکو ماس بیا په یوه نظر ټینگار کوي چې اروپا به پرته له امریکا متحده ایالاتو څخه په یوازې سر له ځانه دفاع و نه سي کولای.

د ماکرون تر انتقاد وروسته ماس د یوه داسي اصلاحي کمیسیون غوښتنه کړې چې د یوه ښه تره سیاسي گډ کار له پاره باید پیشنهادونه وکړي. ترغونډی وروسته باید اوس واقعاً یوه انعکاسي پروسه پیل سي.

ماس د غونډی له پیل څخه مخکې ځان ډاډه ښیي. د بهرینو چارو دغه وزیر د فونکه رسنیزې ډلې ته ویلي چې »د تیرو اونیو بحثونو وښودله چې ناتو به بیرته ژر راژوندۍ سي.« په لندن کې به بیرته دا پریکړه وسي چې ناتو کومه دنده لري: « دخپلو ارزښتونو له لحاظه یو باثباته او متحد اییتلاف د اتلانتيک څخه مافوق.»

دغه ډول ترانس اتلانتیکې اړیکې ته زیاتره آلمانان په انتقادي سترگه گوري. د DPA له پاره د  YouGov په ټولپوښتنه کې یوازې هر پنځم کس چې ۲۱ سلنه جوړوي، ویلي چې اروپایان باید د امریکا متحده ایالاتو د نظامي حمایې څخه تیر نه سي. څه نا څه نیمایی بیا له آلمان څخه د شاوخوا ۳۴ زره امریکایی سرتیرو، د بشپړ او یا هم یوې برخی د وتلو پلوي کوي. یوازی ۳۲ سلنه په دې نظر دي چې امریکایي ځواکونه دي په خپل ټول قوت سره پاته سي.

G7-Gipfel in Frankreich Macron und Merkel
انځور: picture-alliance/AP Photo/I. Langsdon

په لندن کې د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کی د ټولو ۲۹ هیوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو د راتگ انتظار کیږي. په هغو کې د میرکل او ماکرون تر څنگه ولسمشر ترمپ هم شامل دی.

د اروپا پروخت د سه شنبه په ماښام اوو بجو باندې به د ملکې الیزابت په هرکلي سره، رسمی غونډه پیل سي. خو مخکې له مخکې لا د اییتلاف پر شخړه ایزو موضوعگانو باندی بحثونه روان دي چې د ماکرون انتقاد یې باعث سوی. همدا راز  په سوریه کې د ناتو د متحد هیواد ترکیی پر نه هم آهنگ سوې مداخله هم بحث کيږي.

میرکل او ماکرون به نن ماسپښین  په دې هکله د بریتانوي همتا، بوریس جانسن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان سره مشورې وکړي.

د امریکا ولسمشر ترمپ بیا خپل متحدین تر سخت فشار لاندی راولي چې په تیره بیا آلمان دي خپل دفاعي لگښتونه لوړ کړي.

لندن ته تر پرواز مخکې لا ترمپ خپله هغه نیوکه تکرار کړه چې د امریکا متحده ایالات تر اندازې زیاتې پیسې ورکړي دي.

په عین حال کې ترمپ دا خبره ښه بولي چی متحدین باید اوس خپله همکاری نوره هم زیاته کړي.

ترمپ په خپل تویتر کې لیکلي چې د هغه راهیسي چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې ولسمشر سوی، د ناټو د هغو متحدینو شمیر څه د پاسه دوه برابره سوی چې خپل مکلفیتونه یې پر ځای کړي.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې له دغه اتحاد څخه د وتلو گواښ کړی وو او په دې ډول یې د اروپایان د لا مستقل توب په اړه بحثونه رامخته کړل.

G.P/B.S/dpa