1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مکسيکو سرحد ته ۱۵۰۰ مهاجر رسېدلي دي

۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

د بشري حقوقو ډلې وايي چې د ګواتيمالا پوليسو د مکسيکو پر سرحد د هندوراس تر زرو ډیر مهاجر درولي دي. دغو مهاجرو غوښتل له هغه لوی کاروان سره يو ځای شي چې مکسيکو ته رسيدلي او غواړي امريکا ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/37IEv
Mexiko Tijuana Migranten-Konvoi erreicht US-Grenze
د آرشيف انځورانځور: Reuters/J. Duenes

د فرانسې خبري آژانس په حواله، پوليسو شاوخوا۱۵۰۰ مهاجر د ګواتيمالا او مکسيکو تر منځ راګرځولي دي.

د هندوراس د مهاجرو د شمير ډيروالی د دې سبب شوی چې دوی ځانته د مخته تلو اجازه ورکړي، خو د هغوی پر مخ اوسپنيزي دروازې درول شوي، تر څو و نه شي کړای د مکسيکو حريم ته داخل شي.

د ګواتيمالا د بشري حقونو له ادارې څخه جوردن روداس په خپل يوه بيان کې د خپل هيواد پر چارواکو غږ کړی دی چې د هندوراس د مهاجرو ساتنه دي وکړي.

هندوراسيان په خپل هيواد کې د فقر او مافيايي تاوتريخوالو له وجې اړ شوي چې له خپلې خاورې وتښتي.

د ملګرو ملتونو په حواله، شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د هندوراس يوه ډله مهاجر چې شمير يې ۷ زره اټکل شوی، په دې وتوانيدل چې د مکسيکو پر لور خپله لاره خلاصه او دغه هيواد ته داخل شي.

د هندوراس مهاجر په داسې حال کې پلې د سرحد پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکوي، چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ پر خپلو سرحدونو د مهاجرو د مخنيوي په موخه، پوځي ځواکونه ځاي پرځای کړي دي.

د مکسيکو يوه تلويزيوني چينل د مهاجرت ادارې يو مامور په داسې حال کې وښود چې د هندوراس مهاجرو ته د اوسپنيزې دروازې تر شا وايي چې تاسو هيواد ته په «آرامه او محفوظه» توګه دننه کيدو له پاره اړ ياست چې «قانوني لارې چارې» تقعيب کړئ.

د مکسيکو چارواکو د يکشنبې په ورځ يووار بيا وویل چې هندوراسيانو ته دې د مهاجرو په توګه د داخلیدو اجازه ورکړل شي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: