1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مځکي د ژغورني له پاره يوازي ۱۸ مياشتي وخت لرو؟

۱۳۹۸ مرداد ۱۴, دوشنبه

د مځکي په اتوموسفير کي د گلخانه يي گازونو زياتوالی، ددغې کُرې تعادل له منځه وړی او تودوښه يي ډيره کړې ده. اوس رسنۍ ليکي چي د مځکي د ژغورني له پاره يوازي اتلس مياشتي وخت سته. دغه ډول گواښ څومره جدي دی؟

https://p.dw.com/p/3NM7D
Klimawandel | Symbolbild | Erdkugel
انځور: picture-alliance/dpa/NASA/Goddard Space Flight Center

دغه بد خبر مستقياً په لندن کي له بيکينگهام ماڼۍ څخه راځي. د بريتانيا وليعهد شاهزاده چارلز ويلي دي: «زه تقريباً په دې خبره ډاډه يم چي په راتلونکو اتلسو مياشتو کي به دا خبره معلومه سي چي موږ کولای سو د مځکي د کُرې تودښت تر هغې کچي پوري وساتلای سو چي ژوند پکښي وکړای سو او که نه».

بې بې سي د  شاهزاده چارلز دغه څرگندوني د «مځکي د ژغورلو له پاره يوازي اتلس مياشتي وخت لرو» تر سريزي لاندي نشر کړي او له يوه آلماني کارپوه سره يي هم خبري کړي.

په پوتسدام کي د اقليمي تغيراتو په اړه انستيتوت څخه دغه آلماني کارپوه پروفيسر هانس يوآخيم هلن‌هوبر ويلي چي «له راتلونکي کال څخه نه سو کولای د مځکي زيانونه ترميم کړو او که همدا مسير ته ادامه ورکړو، تر۲۰۲۰م کاله به هغې ته دومره سخت تاوان ورسوو چي بلاخره به له منځه ولاړه سي».

داسي ښکاري چي د بريتانيا وليعهد او پروفيسر هلن‌هوبر ددې کار له پاره خپل دلايل هم لري. هغوی وايي چي نړيواله ټولنه بايد هر څومره ژر چي امکان لري، د گلخانه يي گازونو د توليد د مخنيوي له پاره گامونه پورته کړي.

آلماني اقليم پيژندونکي او په ملگرو ملتونو کي د اقليمي بدلونونو په اړه د بين المللي ډلې له مديرانو څخه هانس-اتو پورتنر، دويچه ويله ته ويلي چي «له صنعتي انقلاب څخه مخکي دورې په مقايسه، هر څومره چي مځکه توديږي، وضعيت هغومره نور هم خطرناکه کيږي. هر څومره چي نور هم صبر وکړو، هغومره شرايط سختيږي.»

په بريتانيا کي له صنعتي انقلاب راهيسي، کله چي د بخار ماشين اختراع او تکميل سو، د مځکي په اتوموسفير کي د گلخانه يي گازونو توليد ډير سوی او هرکال نور هم مخ پر زياتيدو دی».

د صنعتي انقلاب له پيل څخه تر۱۸۷۰م کاله پوري، د کاربن داي اکسايد غير طبيعي توليد، د مځکي تودښت دوې درجې زياته کړی چي په نتيجه کي يې دا ډول تودښت د مځکي طبيعي تعادل گډوډ کړ.

په نوييمو کلونو کي اروپايي ټولنه په اول وار، په دې فکر کي سوه چي د کاربن دای اکسايډ د توليد په کنترولو سره د تودوخي له زياتيدو څخه مخنيوي وکړي.

په اروپا کي د گرمي هوا څپه بې سارې ده

د اقليمي سياست کارپوه، وولفگانگ اوبرگاسل دويچه ويله ته ويلي دي چي «پس له هغه يي لس کاله وخت غوښت تر څو اروپا په دې بريالۍ سوه چي د نړيوالو پام د دغې موضوع اهميت ته راواړوي.»

نړيوالي ټولني په ۲۰۰۹م کال کي د کوپنهاگن په کنفرانس کي پر دې توافق وکړ چي د مځکي تودښت تر دوو درجو پوري محدود وساتي. په هغه وخت کي تقريباً د ټولو له پاره دا خبره واضح سوه چي تر دوو درجو زيات تودوښت، د مځکي کُرې د ژونديو موجوداتو له پاره سختي پايلي له ځانه سره لرلای سي.

اوږدمهاله وچکالۍ، له سيلابونو سره ملگري اورښتونه، د ځنگلونو سوځيدل، د قطبي کنگلونو ويلي کيدل، د آزادو اوبو د سطحي لوړيدل او د گرمۍ څپې، په ټوله نړۍ کي احساسيږي.

ددغه ډول حالت مخنيوی، د نړۍ د ټولو سياستوالو په ځانگړي ډول سترو هيوادو، لکه امريکا، چين او هند په جدي عزم او ارادې پوري اړه لري. ولفگانگ اوبرگاسل وايي: «نړيوالي ټولني پر دې باندي توافق کړی چي د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کال ترمنځ فاصله کي به د مځکي د تودښت د مخنيوي له پاره د لا نورو هڅو څيړنه وکړي.»

هغه په دې باور دی چي «که تر ۲۰۲۰م کاله پوري کوم اقدام و نسي نو دا به د منلو وړ نه وي چي واقعاً هم سياستوال ددغې موضوع اهميت ته متوجه سوي او حاضر دي چي يو کار ترسره کړي».

پاتريک گروسه/ گ.پ