د مهاجرو په چارو کې لس مخکښ مرستندویه هیوادونه
د نړۍ زيات شمیر هیوادونه هرکال د ملګرو ملتونو سازمان له لارې د مهاجرو له پروګرام سره مرستې کوي. د دغه سازمان د مهاجرو عالي کمیسارۍ تازه لس هغه هيوادونه معرفي کړي دي چې په روان کال کې يې تر ټولو زياتې پیسې مرسته کړي دي.
لس مخکښ مرستندوي هيوادونه
د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) د روان میلادي کال د اکتوبر په دوهمه نیټه په خپله ويب پاڼه کې لس هغه هیوادونه معرفي کړل چې په ۲۰۱۷ کال کې يې د مهاجرت په چارو کې تر ټولو زياتې مرستې کړي دي. دغه مرستې د مهاجرو د خونديتوب، سرپناه، د څښاک د پاکو اوبو، روغیتا، تعلیم او نورو پروګرامونو په برخه کې لګول کیږي.
۱۰ مقام: دنمارک
۵۲ ميلیونه ۲۹۷ زره او ۶۶۱ ډالر
۹ مقام: بريتانيا
۵۴ ميليون ۲۸۱ زره او ۷۶۶ امريکايي ډالر
۸ مقام: هالند
۵۶ ميليون، ۵۹ زره او ۵۳ امریکايي ډالر
۷ مقام: ناروې
۷۸ ميليون، ۵۳۴ زره او ۲۸۳ امريکايي ډالر
۶ مقام: کانادا
۷۹ ميليون، ۷۳۳ زره او ۵۵۳ امريکايي ډالر
۵ مقام: سويډن
۱۰۵ ميليون، ۶۹۹ زره او ۵۰۷ امريکايي ډالر
۴ مقام: جاپان
۱۵۲ ميليون، ۳۵۹ زره او ۷۷۸ امريکايي ډالر
۳ مقام: آلمان
۳۰۲ ميليون، ۲۱۲ زره او ۳۸۵ امريکايي ډالر
۲ مقام: اروپايي اتحاديه
۴۲۷ ميليون، ۲۹۳ زره او ۲۷۲ امريکايي ډالر
۱ مقام: د امريکا متحده ايالات
۱ميليارد او ۴۴۳ ميليون او ۷۶۰ زره او ۲۳۸ امريکايي ډالر
سرچينې:
ارقام: د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) ويب پاڼه اکتوبر ۲مه ۲۰۱۷ انځورنه: دويچه ويله آرشيف. ترتيب کوونکی: م. ک. ص